په بدخشان کې برف کوچ ۸ کسان وژلي دي
۱۳۹۷ دی ۲۸, جمعهد بدخشان چارواکي وایي چې برف کوچ په يوه کلي کې څو تنه وژلي دي او خلک یي له ستونزو سره مخامخ کړي دي. خو دا چې دغه کلی د طالبانو تر کنترول لاندې، نو زیانمنو شوو کسانو ته مرستي رسول ستونزمن دي.
خو د بدخشان ولایتي شورا دا خبره تائیدوي چې واورې ښویدنې په راغستان ولسوالۍ کې ۸ کسان وژلي دي. د ولایتي شورا غړې فرحناز پامیري، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه برف کوچ د راغستان ولسوالۍ په زرنداب کلي کې خلک لاندې کړي دي.
د میرمن پامیري په خبره دا چې د زرنداب په گډون د دغې ولسوالۍ زیاتره کلي د طالبانو تر ولکې لاندې دي نو د سیمې اوسیدونکو ته د مرستو رسول هم ګران دي: «له یوه اړخه ناامني او له بل اړخه طبیعي پيښو خلک له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.»
د بدخشان والي په زرنداب کلي کې د برف کوچ پيښه نه تائیدوي او نه یي هم ردوي، خو وایي چې له دغې سیمې څخه چې د طالبانو تر کنترول لاندې ده، معلومات نه لري.
د بدخشان والي احمد فیصل بیکزاد، زیاتوي: «هغه سیمه چې ویل کیږي دغه پيښه پکښې رامنځ ته شوې ده، د دولت د وسله والو مخالفینو تر کنترول لاندې ده. زه په دې هکله زیات څه نه شم ویلی.»
ژمی د بدخشان ولایت د شغنان، درواز او راغستان ولسوالۍ د واورې ښویدنې له جدي ګواښ سره مخامخوي، او د پسرلي په موسم کې هم دغه سیمې د سیلابونو له خطر سره مخامخ وي.
د افغانستان بیلا بیل ولایتونه په وروستیو اوونیو کې د واورې او بارانونو د اورښت شاهدان وو. د بدخشان ولایت چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې وروستۍ واورې له مرکز سره د یو شمیر ولسوالیو لارې تړلي دي.