1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایټالیا کې د شمالي کوریا یو لوی دیپلومات لادرکه دی

۱۳۹۷ دی ۱۳, پنجشنبه

د سویلي کوریا د پارلمان یوه غړي د پنجشنبې په ورځ وویل چې په ایټالیا کې د شمالي کوریا لوړپوړی دیپلومات لادرکه شوی. د سویلي کوریا یوې ورځپاڼې رپوټ ورکړ دی چې دغه دیپلومات په یوه اروپايي هیواد کې د پناه غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/3AxoB
Italien Botschaft von Nordkorea in Rom
انځور: Reuters/A. Bianchi

د سویلي کوریا پارلمان غړي کیم مین، په خبره دغه دیپلومات چې جو سونګ جیل، نومیږي له خپلې میرمنې سره د تیرکال د نومبر میاشتې له پیل راهیسې لادرکه دی. مین په دې اړه د سویلي کوریا د استخباراتي ادارې له خوا معلومات تر لاسه کړي دي.

ویل شوي چې دغه دیپلومات په ایټالیا کې د شمالي کوریا د سفارت سرپرست وو، په نومبر میاشت کې له خپلې میرمنې سره یوځای له سفارت څخه پرته له دې چې چا ته څه ووایي وتلی دی.

د پنجشنبې په ورځ د «جونګآنګ ایلبو» په نوم ورځپانې د دیپلوماتیکو سرچینو په حواله وویل چې دغه ۴۸ کلن دیپلومات په یوه نامعلوم اروپايي هیواد کې د پناه غوښتنه کړې او اوس د ایټالیا حکومت تر محافظت لاندې په یوه خوندې ځای کې له خپلې کورنۍ سره ساتل کیږي.

کیم خبریالانو ته ویلي دي چې د دې موضوع په اړه یو څه معلومات لري خو له رسنیو سره یې نه شي شریکولی. هغه زیاته کړه: «هغوی له دې دیپلوماتیک ځایه وتلي او لادرکه شوي دي.»

که د جو د پناه غوښتنې خبر تأیید شي نو هغه به د شمالي کوریا د هغو مخ پر ډیریدونکو دیپلوماتو په نوملړ کې شامل شي چې د کیم جونګ اون په مشرتوب حکومت څخه تیښتې ته اړیږي.

تر دې مخکې په بریتانیا کې د شمالي کوریا پخواني سفیر تایې یونک هو، هم د ۲۰۱۶م کال په اګست میاشت کې په سویلي کوریا کې د پناه غوښتنه کړې وه. هغه تر اوسه پورې د شمالي کوریا تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې په یوه بل هیواد کې د پناه غوښتنه کوي.

جو د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې تر هغه وروسته چې ایټالیا د دې هیواد پخوانی سفیر اخراج کړ، په دې هیواد کې د سرپرست سفیر شو. د جو د کار موده د ۲۰۱۵م کال په می میاشت کې پیل شوه او د ۲۰۱۸م کال په نومبر میاشت کې پای ته رسیده.

په سویلي کوریا کې د ایټالیا د سفارت یوه چارواکي د دغه خبر په اړه له څه ویلو څخه ډډه کړې ده. په ایټالیا کې د سویلي کوریا سفارت د شمالي کوریا اړوند چارې هم پر مخ وړي.

ایټالیا د ۲۰۱۷م کال په نومبر میاشت کې ملګرو ملتونو ته په یوه رپوټ کې ویلي دي چې په دې هیواد کې د شمالي کوریا څلور دیپلوماتان میشت دي. په دې رپوټ کې د جو دنده د سفارت لومړی سکتر ښوول شوې ده.

د «جونګآنګ ایلبو» د رپوټ په حواله جو اوس له خپلې ښځې او ماشومانو سره دی او د شمالي کوریا د حکومت د یوه لوړ پوړي چارواکي زوم دی.

په ۲۰۱۱م کال کې د کیم جونګ اون واک ته تر رسیدو وروسته، شمالي کوریا په بهرنیو هیوادونو کې خپل میشت دیپلوماتان اړ کړل چې د ماموریت پر مهال خپل ماشومان په هیواد کې پریږدي.