په ایران کې ماشومان او شاقه کارونه
په ایران کې د ماشومانو د حقونو د یو فعال په وینا د رسمي شمیرو له مخې دوه میلیونه او د غیر رسمي شمیرو له مخې کابو ۷ میلیونه کاریګر ماشومان ثبت دي. په ایران کې د کارګرو ماشومانو اوسط عمر ۱۲ کاله ښوول شوی دی.
ماشومان او سخت کارونه
د ایسنا په نامه خبري آژانس سره په خبرو کې، سارا رضايي چې د ماشومانو د حقوقو فعاله ده، وویل چې د رسمي شمیرو له مخې په ایران کې کابو ۲ میلیونه کاریګر ماشومان ثبت شوي دي.
ماشومان او شاقه کارونه
د ماشومانو د حقوقو د یادې فعالې په وینا، د غیر رسمي شمیرو له مخې په ایران کې کابو ۷ میلیونه داسې ماشومان شتون لري چې په شاقه کارونو بوخت دي او خپلو کورنیو ته پیسې ګټي.
د واټونو ماشومان
په ایران کې زیاتره ماشومانو پر سړکونو او واټونو ګلونه او نور لاسي توکي پلوري. له دوی څخه زیاتره یې چې د موټرونو دود تنفس کوي، د موټرو مالکانو د سپن کولو وړاندیز کوي، ترڅو یو څو پیسې ترلاسه کړي.
د بوټانو رنګ او پالش
په دې هیواد کې زیاتره کاریګر ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای چې ښوونځیو ته ولاړ شي. دوی اړ دي چې یا ښوونځی ته ولاړ شي او یا هم د خپلې کورنۍ له پاره پیسې وګټي.
ماشومان او روغتیايي ستونزې
د ایران د حکومتي چارواکو په حواله، په دې هیواد کې د کاریګرو ماشومانو له دریو برخو څخه یوه برخه یې له روغتیايي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او دوی ته د روغتیايي سازمانانو لخوا مرستې هم وړاندې کیږي.
کثافات ټولوونکي ماشومان
د ایراني چارواکو او د خیریه سازمانانو د معلوماتو په اساس، په دې هیواد کې د کاریګرو ماشومانو اوسط عمر یوازې ۱۲ کاله ښوول شوی دی.
کاریګر ماشومان او د ایران قوانین
د ایران د کار د قانونو د ۷۹ مادې په اساس، تر ۱۵ کلنو ماشومانو د کم عمر لرونکي ماشومان قانوناً د کار اجازه نه لري. د ۱۵ او د ۱۸ کلونو ترمنځ د کاریګرو ماشومانو له پاره ځانګړي کاري شرایط په پام کې نیول شوي دي. خو په ایران کې دغه قانون بیا تر ډیره تر پښو لاندې کیږي.
د ماشومانو نړیواله ورځ
د جون میاشتې ۱۲ نیټه د کاریګر ماشومانو د مخنیوي نړیواله ورځ ده او نړیوالو ته دا ور په یادوي چې دوی باید د ماشومانو حقوقو ته پاملرنه وکړي او له هغوی څخه ناوړه ګټه پورته نشي.
په نړیواله کچه د ایران ځای
د «ماشومانو د خوندي ساتلو» په نامه د یوه خیریه سازمان د تازه رپوټ په حواله، ایران د نړۍ د ۱۷۲ هیوادونو په کتار کې د تښتول شوو ماشومانو له امله په ۸۰ ځای کې موقعیت لري.