په ایران کې زلزلې په لسونو کسان ټپیان کړي دي
د چهارشنبې په ورځ ناوخته د ایران په کهګیولویه او بویر احمد ولایت کې زلزله شوې. په زلزله کې په لسونو کسان ټپیان شوي دي. د ویجاړیو انځورونه په دې ګالرۍ کې لیدلی شئ.
دغه زلزله چې د ریشتر په مقیاس یې شدت ۵.۶ وو، په کهګیلویه ولایت کې زیان اړولی دی. دغه زلزله د شپې په لسو بجو او ۲۲ دقیقو د سي سخت ښار په لس کیلومترۍ کې رامنځ ته شوې ده.
که څه هم په لومړیو رپوټونو کې د چا د مړینې رپوټ نه دی ورکړل شوی خو یو شمیر کسان یې ټپیان کړي دي. وروستي ارقام چې د پنجشنبې په ماسپښین خپاره شول په سي سخت سیمه کې د ۴۷ تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی.
تر زلزلې وروسته په دغه ولایت کې د تیارسئ حالت اعلان شو.
د کریک په لرغوني سیمه کې چې د سي سخت سویل لویدیځ ته په ۲۶ کیلومترۍ کې پرته ده، هم زلزلې زیانونه اړولي دي.
د سرې میاشتې د عمومي رئیس په خبره د سي سخت ښار ۱۴ زره کسان له زلزلې اغیزمن شوي. هغه د رامنځ ته شوو زیانونو په هکله وویل چې زیاتره دیوالونه تخریب شوي او د چتونو د رالویدو پيښې کمې دي.
د ځینو کسانو ځای پر ځای درملنه شوې او ځینې نور بیا روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د کهګیلویه او بویر احمد ولایت د سرې میاشتې مشر ویلي دي چې سخت باران د سرې میاشتې خدماتې چارې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د چارواکو په خبره د سي سخت ښار د څښاک اوبې قطع شوي او اړونده مسؤلین د څښاک د اوبو د شبکې د رغولو په هڅه کې دي.