1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې د عدالت دوه مخه

۱۳۹۶ تیر ۳۰, جمعه

د ولسمشر حسن روحاني ورور چې د فساد په تور نیول شوی وو، یوازې یوه ورځ وروسته له زندانه آزاد شو. خو خبریالان او فعالان بيا بې له دې چې تورن شوي وې میاشتې په کوټه قلفۍ کې تیروي.

https://p.dw.com/p/2gxj9
Iran Sadegh Laridschani und Hassan Rohani
انځور: baluch

د ایران د حکومت ویاند محمد باقر نوبخت حقیقي، له زندان څخه د ولسمشر روحاني د ورور تر آزادیدو څو ساعته وروسته وویل: «قانو ته ټول خلک یو شان دي.»

د روحاني ورور حسین فریدون، د جولای پر۱۶مه نیټه د مالي فساد په تور د پوښتنو له پاره امنیتي ځواکونو ونياوه. فریدون یو لوړ پوړي دیپلومات او د ولسمشر ځانګړی مشاور دی. د ولسمشر او ورور تخلصونه یې ځکه سره توپیر لري چې روحاني خپل کورنی نوم د دیني زده کړو تر پیلولو وروسته بدل کړ.

پر فریدون باندي ډیر وخت د محافظه کاره کړیو له خوا د فساد تورونه لګول کیږي او د هغه د محاکمې غوښتني کیږی. پر هغه باندي تور دی چې د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د واکمنۍ پر مهال یې پر ایران باندې د نړیوالو تحریمونو پرمهال د بیې له رامنځ ته شوي نوسانونو څخه په نامناست ډول ګټه اخيستې.

د جولای پر۱۷مه نیټه د دولت ویاند نوبخت، ټینګار وکړ چې ولسمشر روحاني د خپل ورور د نیولو په قضیه کې مداخله نه ده کړې، ځکه په خبره یې «کله چې خبره د فساد په اړه وې، نو حکومت هیڅ سرې کرښې نه لري». خو فریدون تر نیول کیدو یوه ورځ وروسته د اته میلیونه یورو ضمانت په بدل کې له زندانه آزاد شو.

خو نوبخت وایي چې تر آزادیدو وروسته د فریدون روغتیایي وضعیت ښه نه وو: «اوس نو باید قضایه قوه دا واضیح کړي چې ولې باید یو کس تر یوې ورځې زندان وروسته روغتون ته ولاړ شي.»

Kerry und Fereydoun
فریدون (د انځور په منځ کې) د ایران او امریکا تر منځ په هسته وي مذاکراتو کې یو کلیدي وګړی وو.انځور: Isna

بې توره ګوټه بندي

په ایران کې نورو بندیانو هم روغتیایي ستونزې لرلې دي خو د ضمانت په بدل کې ورته د آزادۍ اجازه نه ده ورکړله شوې. په دغو کې د بشري حقونو فعال ارش صدیقي، هم شامل دی چې په وار وار یې د آزادۍ غوښتني رد شوې دي. صدیقي تر هغه وروسته چې چارواکو یې ښځه هم د سنګسار په اړه د یوې کیسې د لیکلو له کبله زندان ته واچوله، څو وارې د نه خوړلو اعتصاب وکړ.

ژورنالیسته هنګامه شهیدي، چې په تهران کې نیول شوې ده اوس په جدي روغتیایي وضعیت کې ده. هغه د زړه ناروغي لري خو د مارچ له نهمې نیټې راهیسې په ګوټه بندي کې وخت تیروي. دا په دې معنی چې هغه د زندان په ځانګړې خونه کې ساتل کیږي او له نورو سره تماس نه لري. د هغې کورنۍ د دغې ژورنالیستې د روغتیا په اړه اندیښنه لري او نه غواړي له نړیوالو رسنیو سره په مستقیمه توګه خبرې وکړي.

د روان کال د جولای پر۱۷مه نیټه د شهیدي کورنۍ د ټولنیزو رسنیو له لارې وویل چې تر محکمې مخکې د هغې د توقیف موده یوه بله میاشت هم غځول کیږي.

شاهدي د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو پر مهال تر هغه وروسته ونیوله شوه چې د بیان د آزادي د ځپلو په اړه یې یو پرانیستې لیک ولیکه. څلور میاشتې کیږي چې هغه د زندان په ځانګړې خونه کې ساتل کیږي او وکیل ته هم لاسرسی نه لري. هغې له خپلې کورنۍ سره په وروستۍ تیلفونې مکالمه کې ویلي دي چې د ورځې ورڅخه آن ۱۲ ساعته پوښتنې کیږي او ورباندې د اقرار کولو په موخه فشار راوړل کیږي.

Hengameh Shahidi
شهیدي له میاشتو راهیسې په کوټه بندي کې وخت تیروي.انځور: privat

د حکومت ویاند نوبخت، د می پر۱۹مه نیټه ژمنه کړې وه چې د شهیدي قضیه وارزوي، خو داسې ښکاري چې د ایران حکومت په نورو چارو مصروف شوی وي.

ایا ټول د قانون پر وړاندې مساوي دي؟

د ایران قضایه قوه له حکومت څخه په مستقل ډول عمل کوي چې مشري یې محافظه کاره دیني مشر صدیق لاریجاني کوي. هغه په مستقیم ډول د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي ګومارلی دی. د هغه مشر ورو علي لاریجاني، بیا د ایران د پارلمان مشر دی. د لاریجاني د کورنۍ بل غړی فاضل لاريجاني، د پوهنتون استاد دی. فاضل په ۲۰۱۳م کال کې پخواني قاضي او څارنوال سعید مرتضوي ته ویلي وو چې د خپل نفوذ له لارې ورسره د ګټور تجارت په بدل کې مرسته کولی شي.

د تهران له پوهنتون څخه صدیق زیبا کلام، وايي: «اصلي ستوزه دا ده چې په ایران کې قضايه قوه مستقله نه ده. هغه د واک د سیستم یوه برخه ده او د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو له پاره کارول کیږي.»

هغه زیاتوي: «محافظه کارو په می میاشت کې ټاکنې بایللې خو قضايي سیستم د هغوی تر کنترول لاندې دی. د فریدون له نیولو سره هغو غوښتل روحاني ته محدودیتونه وښيي. هغوی غواړي چې په کابینه کې حاضر ووسي.»

حسن روحاني به د اګست پر پنځه نیته په پارلمان کې د لوړي مراسم ترسره کړي او بیا به خپله کابینه معرفي کړي.