1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کې احتجاج؛ امريکا او ایران یې پړه پر يو بل اچولې

۱۴۰۱ مهر ۱۲, سه‌شنبه

د یهودیزم ضد مبارزه کې د امریکا ځانګړې استازي ایران کې د احتجاجونو اصلي لامل خپله د ایران حکومت بللی دی او زیاته کړې یې ده چې په ایران کې د ښځو پر ضد تاوتریخوالی د احتجاجونو لامل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4HjWx
Solidarität mit den Protesten im Iran, Demo in Berlin
انځور: Kay Nietfeld/picture alliance/dpa

د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي تېره ورځ د ایران پوځي او روزنیز پوهنتون کې د افسرانو د فراغت غونډې په ترڅ کې په ایران کې د احتجاجونو پړه په امریکا او اسرائیل واچوله.

خو د یهودیزم ضد مبارزه کې د امریکا ځانګړې استازي دیبرا لیپسټېډ ایران کې د احتجاجونو اصلي لامل خپله د ایران حکومت وښوده.

ښاغلي خامنه یې د مهسا امیني مړیني په اړه ژور خپګان وښوده او امریکا يي تورنه کړې چې په ایران کې د حکومت پر ضد پراخو احتجاجونو تر شا لاس لري.

هغه وویل، دا ګډوډي، فسادونه او ناامنۍ د امریکا او اسرائیل لخوا پلان شوې ده.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن هم په دې منځ کې ويلي ول چې هغه په ​​​​ایران کې د زده کونکو او میرمنو په ګډون د سوله ایز لاریون کونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د شدت د راپورونو په اړه ژوره اندیښنه لري چې د خپلو مساوي حقونو او اساسي انساني کرامت غوښتنه کوي.

بایډن په یوه بیان کې ویلي، متحده ایالات د ایراني ښځو او د ایران له ټولو اتباعو سره ولاړ دی او موږ د هغوی زړورتیا ستایو.

د ايران دا وروستی احتجاج په دغه هیواد کې په دې وروستیو کلونو کې بې ساري یاد شوی دی.

جرمني د ایران پرضد د اروپایي ټولني تعزیرات غواړي

په ايران کې له دريو اوونيو راهيسې خلک د مهسا امیني د وژل کیدو په غبرګون کې پراخه لاریونونه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه هیواد د ځواکونو د هلو ځلو سره سره ددغو احتجاجونو مخه نیول خورا ګران کار دی.

دا احتجاج وروسته له هغه د ایراني مشرتابه لپاره په یوه ښکاره ننګونې بدله شوې، چې يو شمير ښځو د مظاهرو په ترڅ کې خپل حجابونه سوځولي او د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.

په دې منځ کې دا احتجاجونه تر منځني ختيځ، اروپا او شمالي امريکا رسېدلي دي. په لاس اينجلس کې په زرونو کسان د يووالي ښکاره کولو له پاره سړکونو ته را ووتل.

Iran Teheran ARCHIV 1.10.22 | Proteste, Gewalt
انځور: SalamPix/ABACA/dpa/picture alliance

دا یوازې ایران ندی چې د دغه ډول احتجاجونو شاهد دی ورته لاریونونه په منځني ختیځ او اروپا او شمالي امریکا کې هم پراخ شوي دي. په زرګونو خلک د پیوستون ښودلو لپاره واټنونو ته راوتلي دي.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي تېره ورځ د ایران پوځي او روزنیز پوهنتون کې د افسرانو په یوه فراغت غونډه کې ایران کې د احتجاجونو پړه په امریکا او اسرائیل واچول.

خو د یهودیزم ضد مبارزه کې د امریکا ځانګړې استازي دیبرا لیپسټېډ ایران کې د احتجاجونو اصلي لامل خپله د ایران حکومت وښوده.

ښاغلي خامنه یې د مهسا امیني مړیني په اړه ژور خپګان وښوده او امریکا يي تورنه کړې چې په ایران کې د حکومت پر ضد پراخو احتجاجونو تر شا لاس لري.

هغه وویل، دا ګډوډي، فسادونه او ناامنۍ د امریکا او اسرائیل لخوا پلان شوې ده.

ایران: د مظاهرو څپه د پاکستان سرحدونو ته رسیدلې ده

خو د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وویل چې هغه په ​​​​ایران کې د زده کونکو او میرمنو په ګډون د سوله ایز لاریون کونکو پروړاندې د تاوتریخوالي د شدت د راپورونو په اړه ژوره اندیښنه لري چې د خپلو مساوي حقونو او اساسي انساني کرامت غوښتنه کوي.

بایډن په یوه بیان کې ویلي، متحده ایالات د ایراني ښځو او د ایران له ټولو اتباعو سره ولاړ دی او موږ  د هغوی زړورتیا ستایو.

ایران کې دغه ډول شوی احتجاج په دغه هیواد کې په دې وروستیو کلونو کې بې څاره یاد شوی دی.

ایران کې دا دریمه اونۍ ده چې د مهسا امیني د وژل کیدو په غبرګون کې خلک پراخه لاریونونه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه هیواد د څواکونو د هلو ځلو سره  سره ددغو احتجاجونو مخه نیول خورا ګران کار دی.

دا وروسته له هغې د ایراني مشرتابه لپاره په یوه ښکاره ننګونې بدله شوې، چې ښځو خپل دولتي حجابونه سوځولي او دیکتاتور ته د مرګ شعارونه ورکوي.

دا یوازې ایران ندی چې د دغه ډول احتجاجونو شاهد دی ورته لاریونونه په منځني ختیځ او اروپا او شمالي امریکا کې هم پراخ شوي دي. په زرګونو خلک د پیوستون ښودلو لپاره واټنونو ته راوتلي دي.