1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي پر بنديزونو سربيره د شتمنو ژوند

۱۳۹۸ مرداد ۱, سه‌شنبه

پر ايران باندي د امريکا له بنديزونو سره سره په دغه هيواد کي شتمن ايرانيان لوکس او عصري ژوند پر مخ بيايي. د هغوي کوچنيان گرانبيه کالي اغوندي او په ټولنيزو شبکو کي ځان تر نورو لوړ ښيي.

https://p.dw.com/p/3MbvG
Iran Spazierfahrt
انځور: The Rich Kids of Tehran

د تهران لوي بازار د ايران د اقتصاد زړه دی. د دغه مارکيټ په يوه برخه کي ټوکران د وزن پر اساس خرڅلاو ته وړاندي کيږي. په دې ډول د غربي گرانبيه او مشهورو مارکو لکهLouis Vuitton, Gucci, Chanel, Lee, Nike جعلي کالي په کيلويي ډول خرڅيږي او مشتريان يې هم ډير دي.

د تهران په شمال، سنا شاپينگ سنتر کې د »نايک« په مغازه کي بيا اصلي توليدات پراته دي. ځوان پلورنکي مهدي د تيلفون له لاري دويچه ويلي ته وويل: »موږ خپل مالونه مستقيماً له خارج، د مثال په ډول ډوبۍ څخه راوړو. د هغه مشتريان ځانگړي خواهشات لري او هغه پوره کولاي هم سي.« هغه زياته کړه چي مشتريان يي ټوله نړۍ ته سفرونه کوي او په اول نظر د جعلي او اصلي مارکونو توپير هم کولای سی.

لويديځ اصلي محصولات د ممتاز قشر له پاره

سنا شاپينگ سنتر، د تهران په شمال کي يو له ډيرو نوو جوړ سوو مارکيټونو څخه دی. دلته د البرز په غرونو کي پخوا د ميوې باغونه ول. پادشاهانو دلته خپلي ماڼۍ جوړي کړې وې. نن ورځ په دغه ځاي کي د اسلامي انقلاب، فعالين او سياستوال ژوند کوي.

د هغوی گاونډيان زياتره بډايه تجاران دی. په دې ډول نو دا کومه پټه خبره نه ده چي د ايران اقتصاد د اختلاس او خويشخورۍ تر سيوري لاندي دی.

پر بنديزونو سربيره، دغه مشتري ټول هغه څه چي په پيسو رانيول کيږي، دلته پيدا کولاي سي. د امريکا متحده ايالاتو توليدات هم. مهدي وايي: »د مثال په ډول د» نايک« د مارکي د شا يو کوچني بکس۶۸ يورو معادل بيه لري. دا ډول بکسونه ښه خرڅيږي او د نوو ځوانانو هغه ډير خوښيږي.«

خو ۶۸ يورو هم په ايران کي لږ پيسې نه دي. په مياشت کي د ايرانيانو اوسط عايد ۴۰۰ يورو دی.

د اقتصادي بحران په بهير کي لوړ مصارف

دغه هيواد له څه د پاسه يو کال راهيسي له اقتصادي بحران سره مخامخ دی. د ۲۰۱۸م کال په می کي د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ په يو اړخيز ډول له اټومي تړون څخه ووت او له هغه راهيسي يي پر ايران باندي سخت بنديزونه لگولي دي.

ددې کار په نتيجه کي د ايران پولي واحد » ريال« ارزښت په بې ساري ډول راکښته سو، انفلاسيون خپل اوج ته ورسيد، ځيني اقتصادي  کارپوهان اټکل کوي چي په تيرو مياشتو کي سودا اخيستلو ته د ايرانيانو په وس او قدرت کي۸۰ سلنه کمښت راغلی دی.

حتي په ۱۹۷۹م کال کي د ايران د اسلامي انقلاب مذهبي او سياسي مشر آيت الله خميني کړوسی هم مارکه والا کالي اغوندي. تير کال د احمد خميني پر يوه انځور سخت انتقادونه وسول. په هغه کي دغه ۲۱ کلن روحاني له عصري عينکو سره ښکاريدی چي د نايک يو تي شرت يي اغوستي او د آس ځغلوني په يوه کلب کي د يوې ځواني ښځي سره ليدل کيږي.

مخ پر زياتيدونکې ټولنيزه نابرابري

په ايران کي د شتمنو او بې وزلو کسانو ترمنځ واټن مخ پر زياتيدو دی. له ۸۱ ميليونه ايرانيانو څخه، دوه ميليونه چي شاوخوا ۲ اشاريه ۵ سلنه کيږي، د ښه معاش خاوندان دي. د هغو احصائيو له مخي چي تر اقتصادي بحرانه مخکي خپرې سوې دي، يوه څلور کسيزه کورنۍ په مياشت کي د ۱۳۰۰ يورو معادله تنخوا په لاس راوړي.

خو تر تولو کم بيا هغه کسان دي چي معاشونه يي په يورو يا ډالردي. هغوی خپله شتمني نه پټوي. په خاص ډول ټولنيزو رسنيو لکه انستاگرام کي په تيره بيا د دغو کورنيو، تنکي ځوانان له لوکسو او گرانبيه کاليو سره ځانونه ډير ښکاره کوي.