1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۱۹, یکشنبه

د ايران د خبري رسنيو په حواله د دغه هيواد د مهرآباد په هوايي ډگر کي يوه مسافر وړنکي الوتکه رالوېدلې ده او پکښي سپاره کسان وژل سوي دي. د رالوېدلو دليل يې د الوتني پرمهال د ماشين خاموشېدل ښوول سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Cs2K
انځور: AFP/Getty Images

د ايران د «ايرنا» خبري آژانس د راپور له مخي د يکشنبې ورځي (۲۰۱۴م کال د اگست ۱۰مه) د سهار پر ۹بجو او ۴۵ دقيقو د ايران د هوايي شرکت يوه ۱۴۰ ډوله انتونوف الوتکه د مهرآباد هوايي ډگرته څرمه د «آزادي» په ښارگوټي کي رالوېدلې ده.

آژانس د ايران د سرې مياشتي رياست د وياند په حواله ليکي چي: «خو تر اوسه لا د الوتکي د ډول او رالوېدو د علت په اړه معلومات نسته او د پيښي سيمي ته کارپوهان لېږل سوي دي.»

الوتکه د ايران جوړ وو

دغه الوتکه چي له تهران څخه د طبس پر لور الوتې ول ۴۰ تنه مسافر پکښې ناست ول چي ۷ تنه يې کوچنيان ول. د ايرنا خبري آژانس ويلي دي چي الوتکه له الوتني سره سم راولوېده. د رالوېدلو علت يې د الوتکي په ماشين کي ستونزه ښوول سوی دی.

Flugzeug Iran-140
انځور: picture-alliance/dpa

خو د ايران د محصلانو خبري آژانس بیا د دغه هیواد د هوانوردۍ ادارې په حواله ليکلي دي چي په پيښه کي د قربانيانو شمېر لا تر اوسه پور معلوم نه دی.

دغه الوتکه د اوکراين تکنالوژۍ په لايسنس په ايران کي جوړه سوې وه. دغه شان الوتکي په ايران کي دننه الوتني کوي او د ۵۲ تنو مسافرو ځای لري.