په ايران کي زلزلې سخت مالي او ځاني زيان رسولی
مرستندويان وايي چي تر اوسه پوري لا ټولو زلزله ځپلو سيمو ته لاس رسی نه لري او کيدای سي د قربانيانو شمېر تر ۱۰۰۰ زيات سي. د قربانيانو ځيني ئې بې له نوم ثبتولو ښخ سوي دي.
ويل سوي دي چي په کرمانشاه کي د اوسېدو ۱۲زره ځايونه له يوه مخه ويجاړ سوي دي. د څښاک اوبه او خواړه موندل هم ستونزمن سوي دي.
مرستندويانو ويلي دي چي د ناورين عمق تر اوسه پوري لا روښانه نه دی.
د دوشنبې تر ماښامه پوري د زلزلې د قربانيانو شمېر ۴۴۵ ته رسېدلی وو.
د ايران د روغتيا وزارت ويلي دي چي زلزله ځپلي سيمي ته ئې۴۰ روانشناسان لېږلي دي څو له ځپلو سوو سره مرتسه وکړي.
تر زلزې وروسته د ايران د سرپل سيمي ډېر اوسېدونکي تر شنه آسمان لاندي پراته دي او د خوراک او څښاک له کمښت سره مخامخ دي.
د سرپل ذهاب سيمي د روغتون تر ويجاړيدو وروسته اوس په سیمه کي يو ۵۰ بستريز سيار روغتون جوړ سوی دی. د زلزلې په لسونو ټپيان تهران ته لېږل سوي دي.
د ايران او عراق په سرحدي سیمو کي د زلزلې ويجاړی. دغه ۷،۳درجې زلزلې د يکشنبې په ماښام د عراق او ايران ترمنځ سرحدي سيمي سخته ولړزوله.
زلزله ځپلي خوړو، اوبو، درملو او کمپلو ته اړتيا لري. دا چي دغه غرنۍ سيمي له ښارونو څخه ليري دي او دولتي مرستي ژر نه ور رسيږي، خلک پخپله لاس په کار سوي دي.
په سرپل ذهاب کي ډيري ودانۍ سختي زيانمني سوي او له کاره لوېدلي دي.
کارپوهانو خبرداری ورکړی دی چي مرستندويان بايد د زلزلې په سيمه کي د اوبو، او خوراک څارنه وکړي، چي کومه ساري ناروغي پيښه نه سي.
د ايران پوځ او سپاه زلزله ځپلي سيمي په خپلو منځو کي سره وېشلي دي. دا په دې معنی چي يوې سيمي ته به پوځ او بلي ته به سپاه مرستي رسوي.
سيمي ته ځيني غځېدلي لاري هم د زلزلې له کبله له غرونو څخه رالوېدلو ډبرو بندي کړي دي. د ايران پوليسو له خلکو وغښتي دي چي زلزله ځپلو سيمو ته سفر ونه کړي، ترځو مرستندويانو ته د خپل ماموريت ښه زمينه برابره سي.