1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراین کې احتجاج کوونکي د ولسمشر استعفی غواړي

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۹, شنبه

د اوکراین په پلازمینه کیف کې پولیسو د حکومت ضد ستر احتجاج د منحلولو له پاره له زور څخه کار اخیستی دی. احتجاج کوونکي له اروپایي ټولنې سره د نزدیوالي تړون نه لاسلیکیدو او له روسیې سره نزدیوالي په غوسه کړي دي.

https://p.dw.com/p/1AQvn
انځور: Reuters

د عیني شاهدانو د رپوټ له مخې د شنبې په سهار (د ۲۰۱۳م کال د نومبر ۳۰مه) پولیسو شاوخوا د ۴۰۰ احتجاج کوونکو د تیت پرک کولو له پاره د بې حسه کوونکي لاسي بمونو او اوښکي بهوونکي گاز څخه کار اخیستی دی. احتجاج کوونکو د ولسمشر ویکتور یانو کوویچ د استعفی غوښتنه کوله.

په دې اړه لا پوره معلومات نشته چې څومره احتجاج کوونکي ټپیان شوي او یا هم نیول شوي دي. دغه احتجاج کوونکي د تیرې شپې د احتجاج کوونکو څخه په دغه ځای کې پاتې شوي ول. تیره شپه شاوخوا لس زره احتجاج کوونکي په دغه ځای کې راټول شوي ول او د اوکراین د ولسمشر د استعفی غوښتنه یې کوله. دغو کسانو له دې امله احتجاج کاوه چې یانو کوویچ له اروپايي ټولنې سره د نزدیوالي له تړون څخه فاصله ونیوله.

د جمعې په ورځ ماښام ناوخته په زرگونو کسان د پلازمینې کیف د «آزادۍ» په نوم څلور لارې کې راټول شوي وو او د یانو کوویچ له لوري یې د اروپایي ټولنې سره د نزدیوالي د تړون څخه د فاصلې نیولې وروسته د هغه د استعفی غوښتنه کوله. احتجاج کوونکو د نورو تر څنگ داسې شعارونه ورکول لکه «اوکراین اروپا ده.» هغوی زرغون او طلایي رنگ کالي اغوستي ول چې د اروپایي ټولنې او د اوکراین رنگونه دي.

ویکتور یانو کوویچ تیره اوونۍ له اروپایي ټولنې سره د نزدیوالي د پلان شوي تړون د لاسلیکولو څخه ډډه وکړه، چې دا له روسیې او د پخواني شوروي اتحاد له نورو جمهوریتونو سره د نزدي اړیکو د ټینگولو ښکاروندی دی. په داسې حال کې چې د اروپایي ټولنې مشران په ویلنوس کې د «ختیځ مشارکت» تر نامه لاندې سرمشریزه کې راغوڼد شوي ول د جمعې په ورځ د دغې ټولنې او اوکراین تر منځ تر وروستۍ شیبې پورې د آزاد تجارت په برخه کې کوم تړون رامنځ ته نه شو.

په اوکراین کې په احتجاجي غونډه کې د اپوزیسیون له لوري بیانیه د سندرغاړي روسلانا یزیچکو له لوري ولوستل شوه. په دغه بیانیه کې راغلي دي: «موږ د ولسمشر یانو کوویچ د استعفی غوښتنه کوو. موږ دا خبره روښانه کوو چې د یوه اروپایي اوکراین له پاره به زموږ مبارزه ادامه ولري.»

دغه احتجاج کوونکو ته د بوکس یا سوک وهنې قهرمان ویټالي کلیچکو هم خپله وینا واوروله: «له اروپایي ټولنې سره د نزدیوالي د تړون ناکامیدل، دولتي خیانت دی. نن ورځ هغوی زموږ خوب غلا کړ، په یوه عادي هیواد کې د اوسیدو خوب.»

د حکومت انتقاد کوونکي وایي چې دوی غواړي چې د یانو کوویچ پر ضد یوه حقوقي دعوه تر سره کړي چې ویلي یې وو د روسیې د فشار له امله د اروپایي ټولنې سره دغه تړون نه لاسلیکوي.

د پولیسیو له لوري د آزادۍ څلور لارې ته د تلونکو سړکونو د خالي کولو په هڅه کې د رویټرز د خبري آژانس د دوو عکاسونو په شمول څلور تنه ټپیان شوي دي.

د اروپایي ټولنې مشران وایي چې له اوکراین سره د آزاد تجارت تړون کولای شي د دغه هیواد اقتصاد شپږ سلنه وده وکړي او پر دې سربیره دغه هیواد کولای شي د گمرکي عوایدو په برخه کې په کال کې ۵۰۰ میلیونه یورو سپما کړي.

د دغه تړون د رامنځ ته کیدو له پاره د اروپایي ټولنې یو له شرطونو څخه چې یانو کوویچ یې «توهینونکی» بولي، له بند څخه د اوکراین د پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیمو شینکو آزاداول دي. هغه له ۲۰۱۱م کال راهیسې له واک څخه د ناوړه استفادې په تور بندۍ ده.

اروپایي ټولنه او روسیه دواړه له اوکراین سره لیوالتیا لري. دغه هیواد د خپل ښه موقعیت پر لرلو سربیره د اومو موادو ډیرې طبعي زیرمې لري. په داسې حال کې چې اروپایي ټولنه هڅه کوي په راتلونکي وخت کې له اوکراین سره یو تړون لاسلیک کړي، روسیه هڅه کوي چې دغسې هڅې په شا وتمبوي او اوکراین له مسکو سره په گمرکي اتحاد کې شامل شي، چې پکښې سپینه روسیه او قزاقستان هم شامل دي.