1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوتاوا کي بېړنی وضعيت

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آبان ۱, پنجشنبه

د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کي د پارلمان په ودانۍ کي دننه يوه نامعلوم کس پر امنيتي ساتوونکو فيرونه کړي دي. يرغل کوونکی او يو پوليس وژل سوی دئ. تر اوسه پوري روښانه نه ده چي يرغل چا او ولي کړی دئ.

https://p.dw.com/p/1Da7z
انځور: Reuters/Chris Wattie

د کاناډا د پارلمان له ودانۍ څخه د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۲۲) د «Sky-News» په نوم تلويزيوني چينل په پرلپسې توگه څو ساعته داسي انځورونه خپرول چي هلته د فيرونو تبادله ښيي.

د دغه تلويزيون په يوه ژوندي خبر کي چي د پيښي له ځايه څخه ئې ورکاوه يوه خبرياله وايي چي «موږ دقيق نه پوهيږو چي په ودانۍ کي دننه څه روان دي.»

د پارلمان ودانۍ ته ننوتي کس چي وسله هم ورسره وه هغې دروازې ته رسېدلی وو او فيرونه ئې کول چي لومړی وزير ستيفن هارپر په ننوځي.

د پوليسو د معلوماتو له مخي په پيښه کي لومړي وزير ته زيان رسېدلي نه دی او يوه خوندي ځای ته انتقال سوی دی. خو يرغل کوونکی وژل سوی دئ.

دغه راز هغه عسکر هم تر سخت ټپي کېدو وروسته سا ورکړې ده، چي يرغل کوونکي ورباندي بريد کړی او ودانۍ ته ننوتی وو.

آيا دوهم يرغل کوونکی هم سته؟

په لومړي سر کي پوليسو هغه امکان نه رداوه چي په ودانۍ کي به يو بل وسله وال نه وي. د پارلمان له استازو څخه غوښتل سوي ول چي له خپلو دفترونو څخه ونه وځي.

آيا د دغه يرغل تر شا د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» لاس دئ؟ د دوشنبې په ورځ يوه مشکوک افراطي د دغه هيواد په «کيوبيک» ايالات کي مخکي تر هغه چي خپله وويشتل سي يو عسکر وواژه. د سه شنبې په ورځ بيا حکومت وويل چي د افراطي اسلامي ډلو لکه «اسلامي دولت» او القاعدې له خوا د تروريستي پيښو کواښ ستر دئ.

د کاناډا پارلمان
د کاناډا پارلمانانځور: Reuters

د وژل سوي کس په اړه پلټونو ښوولې ده چي هغه ۳۲ کلن کاناډايي تبعه دئ. «گلوب اند ميل» ورځپاڼه ليکي چي دغه کس په دې نژدې وختونو کي د چارواکو له خوا د «ستر امنيتي گواښ مسافر» په توگه نومولی وو. د نورو رسنيو په راپورونو کي بيا دغه کس داسي معرفي سوی دئ، چي گويا هغه تازه اسلام ته ور اوښتی دئ.

د عيني شاهدانو په حواله دغه کس چي د پارلمان ودانۍ ته ننوتی دی لومړی يې د ښار په زړه د «جنگ يادگار» ځای سره پر يوه عسکر باندي فيرونه وکړل او بيا دغه ځای ته نژدې د پارلمان ودانۍ ته ننوت او هلته ئې فيرونه پيل کړل.

عيني شاهدان وايي چي دوی د پارلمان په ودانۍ کي نژدې د ۳۰ فيرونه ږغونه واورېدل. د کاناډا حکومت د معلوماتو له مخي په دغه ودانۍ کي يو امنيتي چارواکی ټپي سوی هم دئ.

پوليسو تر اوسه پوري دا خبره تائيد کړې نه ده چي آيا د پارلمان په ودانۍ کي وژل سوی کس هغه يو دی چي په يادگار ځای کي ئې فيرونه کړي ول.

د کاناډا د «CBC» راډيو د راپور له مخي اوس د فيرونو د درو پيښو په اړه پلټني کيږي: لومړی د «جنگ يادگار» ځای ته نژدې دوهم د پارلمان په ودانۍ او دريم په يوه سوداگريز مرکز کي. په دې اړه تراوسه پوري نور جزئيات ورکړل سوي نه دي.

يو عيني شاهد چي د پيښي په سيمه کي يې کار کاوه، رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي داسي يو کس ئې وليد چي تور کالي ئې اخوستي ول او مخي ئې په دستمال پټ کړی وو. دغه شان کالي د «اسلامي دولت» ډلي جنگيالي اغوندي.

کاناډا په عراق کي د اسلامي دولت ډلي پرضد هوايي بمباريو کي په شپږو جنگي الوتکو سره ونډه لري.

د کاناډا لومړي وزير هارپر تکان خوړلی دئ، خو ويلي ئې دي چي کاناډا به هيڅ وخت ډار ونه لري او حکومت به د تروريستي سازمانونو پرضد مبارزې ته نور هم زور ورکړي.