1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې یوه لاټري ۱،۶ میلیارده ډالرو ته رسیدلې

۱۳۹۷ مهر ۲۹, یکشنبه

د «میګا میلیونز» امریکایي لاټرۍ ۱،۶ میلیارده ډالرو ته رسیدلې ده. دغه لاټري تر هغه وروسته دومره لوړه شوه چې د جمعې ورځې په قرعه کشۍ کې يې هم ګټونکی نه لاره. دا په نړۍ کې ترټولو لوړه لاټري ده.

https://p.dw.com/p/36u2C
Deutschland Ziehung der Lottozahlen beim Hessischen Rundfunk in Frankfurt
انځور: picture alliance/dpa/Ulrich Baumgarten

د دې لاټرۍ د ګټلو له پاره بله قرعه کشي به د سه شنبې په ورځ وشي. د جمعې ورځې په قرعه کشي کې ۱۵، ۲۳،۵۳، ۶۵، ۷۰ شمیرې راووتلې، خو دا شمیرې هیچا هم د لاټري د ټکټ اخیستلو پر مهال نه وې انتخاب کړې.

د میګا میلیونز ګروپ مشر ګوردن مدنیکا، په یوې اعلامیه کې وویل: «د میګا میلیونز ګروپ همدا اوس یوې تاریخي ساحي ته داخل شوی دی. دا ډیره خوښوونکې خبره ده چې اوس زموږ اصلي جایزه دومره لوړه شوې چې په نړۍ کې ساری نه لري.»

د میګا میلیونز لاتري د همغږي چارې د «څو ایالتي لاټرۍ انجمن» له خوا پر مخ وړل کیږي. په دغه لاټري کې د بریا چانس یو په ۳۰۳ میلیونه کې دی. که یو کس د اصلي جایزې ټولې سمي شمېرې ولري، او غواړي چي پيسې سمدستي تر لاسه کړي، نو ۹۰۴ میلیونه ډالره به ورکړل شي او که غواړي چې د ۲۹ کلونو په جریان کې ورکړل شي، نو ټولي ۱،۶ میلیارده ډالره به ورکړل شي.

تر دې مخکې په ۲۰۱۶م کال کې د پاوربال لاټري جایزه ۱،۵ میلیاردو ډالرو ته رسیدلې وه. د میګا میلیونز لاټري ټکټونه د امریکا په ۴۴ ایالتونو کې پلورل کیږي. که تر یوه ډیر کسان د اصلي جایزې ګټونکې شول، يعني څو کسانو يوشان سمي شمېرې انتخاب کړې، بيا به نو جایزه د هغوی تر منځ ویشل کیږي.