1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې یو ړوند بندي اعدام سو

۱۳۹۸ آذر ۱۵, جمعه

لي هال دوهم ړوند بندي دی چې له ۱۹۷۶ کال راهیسي په متحده ایالاتو کې اعدامیږی. هغه د خپلې پخوانۍ ملگرې د قتل په تور محکوم سوی وو. نوموړی د دغه جرم پر مهال لا د سترګو دید له لاسه نه وو ورکړی.

https://p.dw.com/p/3UIwv
Symbolbild Tennessee Elektrischer Stuhl
محکوم سوي کس د خپل اعدام له پاره د برقي چوکۍ میتود وټاکهانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Humphrey

۵۳ کلن تورن لي هال، د امریکا متحده ایالاتو په تینیسي ایالت کې اعدام سو. هغه په خپله خوښه د برقي چوکۍ د اعدامولو میتود غوره کړی وو. هال په ۱۹۹۱م کال کې د یوه جرم له امله محکوم سوی وو. په هغه وخت کې یې خپله ۲۲ کلنه ملگرې تریسی کروزیر، په دې ډول وژلې وه چې موټر ته یې اور اچولی وو. کروزیر غوښتل چې له هغه څخه بیله سي. هغه د دې پیښې په ترڅ کی سخته سوځیدلې وه او یوه ورځ وروسته یې د خپلو سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

هغه وخت چې هال محکوم سو، هر څه یې لیدلای سول. ویل کیږي چې د یوې نامعلومې ناروغۍ له امله یې په محبس کې د سترگو دید له لاسه ورکړ. مخکې تر هال په امریکا متحده ایالاتو کې کله چې په ۱۹۷۶م کال کې سترې محکمې یو وار بیا د اعدام سزا وضعه کړې، یوازې یو ړوند بندي اعدام سوی دی. دغه کس کلارینس ری آلن، نومیده چی په ۲۰۰۶ کال کی د زهرو د پیچکارۍ په واسطه اعدام سو.

مدافع وکیلان بریالي نه سول

د هال له اعدام کیدو څو میاشتې مخکې لا د هغه مدافع وکیلانو هڅه وکړه چې د اعدام مخه یې ونیسي. هغوی دا دلیل وړاندې کړ چې په هغه ژوري هئیت کې چې د اعدام له پاره یې خپله رایه ورکړې وه، یو یې واقعاً زړه نا زړه وو. خو بیا هم  د تینیسې  سترې محکمې او همدارنگه د دغه ایالت گورنر بیل لي، په دې کار کې مداخله رد کړه. جمهوري غوښتونکي لي ته،  د اعدام د سزا د سخت پلوي په سترگه کتل کیږي.