1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کې افغان مهاجر له رواني ناروغيو کړيږي

۱۳۹۵ دی ۱۳, دوشنبه

د کليفورنيا مرکزي ښار ساکرامنتو د هغو افغانانو پر وروستي منزل بدل شوی چې د ائتلافي ځواکونو سره د کار په بدل کې ورته د امريکا ویزې ورکړل شوي خو د دوی له پاره په امريکا کې ژوند په يوه دوامداره مبارزه بدل شوې ده.

https://p.dw.com/p/2V8gS
Symbolbild Mann Trauer
انځور: hikrcn/Fotolia

د «Sacramento Bee» نومې ورځپاڼې په حواله هغه پخواني ترجمانان، انجينران او ډاکتران چې د مهاجرت ویزې ورته ورکړل شوې وې په امريکا کې یې د ژوند شرایط ډير ښه نه دي. د ورځپاڼې په حواله دوی د صدماتو وروسته د رواني او نورو ناروغيو له کبله د کار کولو وړ هم نه دي.

د دې ډول ویزو د دوو زرو زيات درلودونکي او کورنۍ يې د ۲۰۱۰م کال د اکتوبر راهیسې د کليفورنيا په مرکزي ښار ساکرامنتو کې ځای په ځای شوي دي. له دوی څخه يې زياتره وايي چې په امريکا کې د پښې ټينګولو د هلو ځلو په ترڅ کې ورته اضطراب او ژور خفګان پيدا شوی او يا تر مخه درلودونکې دا ناروغۍ یې نورې هم زياتې شوې دي. دوی وايي چې د امريکا د کلتور سره د نه بلدتيا او د ښه کار د استوګنۍ د مناسب او ښه ځای د نه شتون له کبله ځان بې وسه او د بل د اوږو بار ګڼي.

له دوی څخه یې يو فيصل رازمل دی چې په افغانستان کې د امريکايي عسکرو ترجمان وو. دی په ۲۰۱۵م کال کې په ساکرامنتو کې د خپل کور مخې ته  مخې ته يوه تن ویشتلې وو. د يوه باند يو غړی او د ګاونډ يو شکمن ځوان پر نوموړي د بريد له کبله نيول شوي او د محاکمه کيدو په انتظار دي.

۲۸ کلن رازمل چې د پيښې وروسته یې د يوې سترګې نظر له لاسه ورکړی وايي چې داسې احساس لري لکه د خپلې روح يوه برخه یې چې له لاسه ورکړي وي. دی زياتوي: «داسې انګيرم لکه دلته چې ډوبيږم او غرقيږم. په عصابي توګه ښه نه يم.»

دا چې د دوو ماشومانو پلار دی د سترګې نظر بايللو د مخه یې په يوه مغازه کې د امنيتي ساتونکي په توګه کار کاوه. طبي جواز درلودونکی مدني فعال جیسن سوان، چې د بريد راهيسې د رازمل مراقبت کوي وايي چې نوموړي تر برید وروسته بيا د تکسي چلولو، دوکاندارۍ، امنيتي ساتونکي او په رستورانت کې د کار هڅه کړې وه خو د نظر د کموالي او د خپلو روانيو ناروغيو له کبله ونه توانيد په کاري ژوند کې پښه ټينګه کړي.

سوان زياتوي چې د ده د معيوبينو د معاش عریضه به هم ښايي يو کال وخت ونیسي.

رازمل چې د سړک غاړې د بمي بريدونو او لاس په لاس جګړو ژوندی راوتی، وايي نه په افغانستان او نه هم په امريکا کې د پیښو وروسته د پيدا کيدونکو رواني ناروغيو په اړه پوښتل شوی او نه یې هم وضعيت ازول شوی.

د ده ډاکتره حميرا غفاري، وايي د دې په آند رازمل په افغانستان کې خپلو کاري تجربو په رواني ناروغيو اخته کړې وو او دلته تر ویشتل کيدو وروسته یې دغه صدمه بيرته تازه شوې ده. حميرا غفاري چې په خټه ايرانې ده، زياتوي: «خلک د امريکا په اړه اوري او فکر کوي چې دا د خوبونو يو وطن دی او هر څه د قانون سره سم ترسره کيږي او دوی به دلته بیخي خوندي وي خو کله چې دوی راشي نو حيران پاتې شي او دلته د لار پيدا کولو هڅه کوي.»

نوموړې چې دمګړۍ د ۳۰ دغه ډول افغانانو درملنه کوي وايي چې دوی ځان يوازې احساسوي او لاره ترې ورکه ده.