1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په الجزایر کې يوه پوځي الوتکه رالوېدلې ده

۱۳۹۷ فروردین ۲۲, چهارشنبه

د الجزایر پلازمېنې الجزیرې ته څیرمه یوه پوځي الوتکه رالویدلې ده. په لومړي سر کې د سلو تنو وژل کیدل رپوټ شوي وو، خو اوس د ځایي چارواکو له قوله دغه شمیر ۲۵۷ تنه ښوول شوی.

https://p.dw.com/p/2vqov
Flugzeug Iljushin Il-76
انځور: picture-alliance/dpa/Tass/A. Shtokal

تر دې دمخه ځایي رسنیو رپوټ ورکړی وو چې په دغه الوتکه کې تر سلو زیات کسان سپاره وو. الوتکه له الوتنې لږ څه وروسته رالویدلې ده.

د الجزایر دولتي خبري آژانس د رپوټ له مخې الوتکه له پلازمېنې څخه ۳۰ کیلومتره وړاندې په بوفارک، کې د یوې پوځې اډې څنګ ته رالویدلې ده.

د الجزایر د بیړنیو خدماتو اداره اوس په پيښه کې د ۲۵۷ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکوي. 

د الجزایر د دفاع وزارت یوه بیانیه خپره کړې ده چې له مخې یې د الوتکې د سقوط علت معلوم نه دی او په وینا یې په دې هکله څیړنې پیل شوي دي. که څه هم د دفاع وزارت په خپله لومړۍ بیانیه کې د مرګ ژوبله خبره نه وه کړې خو اوس د ۲۵۷ تنو د وژل کیدو خبره کوي.

اسوشیتد پرس خبري آژانس د دغه هیواد د دفاع وزارت له قوله لیکلي دي چې په وژل شوو کسانو کې ۲۴۷ مسافرین او عملې لس تنه شامل دي. 

د دفاع وزارت په وینا زیاتره قربانیان عسکر او د هغوی خپلوان دي. زیاته شوې ده چې جسدونه په عین نعجه ښارګوټي کې د پیژندلو له پاره د الجزایر د پوځ مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

تر دې دمخه د النهار، په نوم ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي وو چې په الوتکه کې سپاره ۱۰۵ تنه وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې الوتکه د هیواد سویل لویدیځ بشار ښار ته الوتې وه، چې د مراکش له پولې سره نزدې پروت دی. د النهار د رپوټ له مخې په الوتکه کې د پولیساریو جبهې، ۲۶ تنه غړي وژل شوي دي. پولیساریو جبهه یو وسله وال سیاسي غورځنګ دی چې د مراکش تر کنترول لاندې د غربي صحرا د خپلواکۍ هڅه کوي.

زموږ له آرشیف څخه: