1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په الجزایر کې د ولسمشر د بیا نومانیدو پر ضد مظاهرې روانې دي

۱۳۹۷ اسفند ۱۳, دوشنبه

د الجزایرو ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه، لا هم نه دی توانیدلی چې په خپل هیواد کې روانې مظاهرې آرامه کړي. هغه د یوه نوي اساسي قانون او د ولسمشرۍ د لنډې دورې وړاندیزونه هم کړي دي خو بیا هم مظاهره کوونکي د هغه استعفأ غواړي.

https://p.dw.com/p/3EPdU
Algerien Proteste gegen Verlängerung der Amtszeit von Präsident Abdelaziz Bouteflika
انځور: Reuters/R. Boudina

د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د الجرایز هیواد په پلازمینه کې مظاهرو چې ډیری ګډوانوال یې ځوانان ول دوام لاره. مظاهرې تر هغه وروسته پیل شوې چې اوسني ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه، د پنځمې دورې له پاره ولسمشرۍ ته د کاندیدو خبر ورکړ. د پلان له مخې د اپریل پر ۱۸مه نیټه په الجزایر کې ټاکنې کیږي.

په نورو ښارونو کې د بوتفلیقه د کاندیدو پر ضد مظاهرې شوې دي. عبدالعزیز بوتفلیقه له ۲۰۱۳ کال راهیسې کله چې پرې د زړه حمله راغله، ډیر کم په عام محضر کې لیدل کیږي.

پر خپل ضد د مظاهرو په ځواب کې بوتفلیقه، د یکشنبې په ورځ په یوې بیانیې کې وویل چې که بیا د ولسمشر په توګه وټاکل شو نو د اساسي قانون پر سر به یوه ټول پوښتنه او په عین وخت کې به مخکې له وخته ټاکنې چې دی به په کې نوماند نه وي، تر سره کړي.

هغه همداراز د پراخ اداري فساد پر ضد د مبارزې ژمنه هم کړې ده او ویلي یې دي چې د بیا ټاکل کیدو په صورت کې به د الجزایر شتمني د دې هیواد پر وګړو باندې په سمه توګه وویشي. بوتفلیقه دا ژمنه هم کړې ده چې د بیا ټاکل کیدو په صورت کې به د هغو الجزایریانو له پاره ښه چانسونه رامنځ ته کړي چې اوس د خپل ژوند په له خطر کې اچولو سره د مدیترانې له لارې ځانونه اروپا ته رسوي.

د الجزایر اقتصاد تر ډیره حده پورې د طبیعي ګاز سرچینو پورې تړلی دی.

بوتفلیقه، په هغه بیانیه کې چې د هغه د کمپاین د مشر له خوا د الجزایر په دولتي تلویزیون کې ولوستل شوه، وویل: «زه مصمم یم: که خدای وغواړي او د الجزایر خلک پر ما اعتماد وکړي، زه به د رژیم د بدلولو سخته دنده پر غاړه واخلم.»

خو مظاهره کوونکي نه غواړي چې بوتفلیقه دې په ټاکنو کې نوماند وي او د هغه له خوا وړانیزونه په واک کې د پاتې کیدو پلمه بولي. د اپوزیسیون ګوندونو بیا د دوشنبې په ورځ غونډه وکړه چې د بوتفلیقه د اعلان پر ضد خپل راتلونکي اقدامات په ډاګه کړي.

داسې پوښتنې مطرح شوي دي چې په اصل کې څوک د هیواد چارې په لاس کې لري: ۸۲ کلن بوتفلیقه او که د ځواکمنو مشاورینو او جنرالانو یوه ډله. کله چې بوتفلیقه د کاندید په توګه ثبتیدو، نو دا کار د هغه د کمپاین مشر وکړ او پخپله دی په سویس کې وو چې طبي آزموینې یې وشي.

د هغه د اوسیدو ځای او روغتیایي حالت په اړه پوښتنې په وروستیو وختونو کې دومره ډیرې شوې دي چې په فرانسه کې د الجزایر سفیر د دوشنبې په ورځ وویل چې «البته هغه ژوندی دی».

په فرانسه کې الجزایري سفیر عبدالقادر د فرانسې سي نیوز تلویزیون ته وویل: «په یقین سره چې اوس په داسې روغتیایي حالت کې نه دی لکه چې په ۲۰ کلنۍ کې وو، خو هغه شان پوره فکر لري لکه په ۲۰ کلنۍ کې چې یې لره. له فزیکي لحاظه هغه ضعیفه شوی دی او زه فکر کوم چې دا به هرو مرو د هغه وروستی مبارزه وي. د هغه د ژوند وروستۍ مبارزه چې د الجزایر دغې نسلې انتقال ته اجازه ورکړي.»

بوتفلیقه د لومړي ځل له پاره په ۱۹۹۹ کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو او له هغه وخت راهیسې په واک کې دی. هغه په دې موده کې توانیدلی دی چې په خپل هیواد کې د څو لسیزو کورنیو جګړو وروسته چې نزدې ۲۰۰ زره کسان یې ووژل بیا پخلاینه رامنځ ته کړي.