1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې ۱۳۲ زره کسان بې ځایه شوي دي

۱۳۹۷ خرداد ۳۰, چهارشنبه

په افغانستان کې د جګړو په زیاتیدو سره د بې ځایه شوو کسانو شمیر هم زیات شوی دی او په روان میلادی کال کې يې شمیر ۱۳۲ زرو تنو ته رسیدلی دی. دغه کسان د جګړو له کبله د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/2zwd4
Binnenflüchtlinge in Afghanistan
انځور: DW/O. Deedar

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر په خپل تازه رپوټ کې ویلی دي چې یوازې په یوه میاشت کي تر ۳۰ زرو زیات کسان خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د جون میاشتې تر ۱۷مې نیټې پورې په ټوله کې ۱۳۲۷۴۴ کسان د افغانستان دننه له خپلو ټاټوبو بې ځایه شي دي.

وسله والو طالبانو د کوچني اختر له درو ورځو وروسته اوربند تمدید نه کړ او افغان حکومت هغه د نورو لسو ورځو له پاره وغځاوه. دغه اوربند په افغانستان کې د میلیونونو کسانو له هرکلي سره مخامخ شو. نړیوالې ټولنې هم له دغه اوربنده هرکلی وکړ.

د اوربند تر ختمیدو وروسته طالبانو په ځينو ولایتونو کې په لسونو امنیتي ځواکونه وژلي دي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي دي چې په ۲۰۱۷م کال په افغانستان کې د بې ځایه شوو کسانو شمیر ۴۵۰ زرو ته رسیده، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶م کال کې بیا د کور دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر تر ۶۶۰ زرو زیات وو.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشت کې د ناټو د جنګې ماموریت تر ختمیدو وروسته طالبانو خپلو بریدونو ته زور ور کړی دی او د پوځي معلوماتو له مخې د هیواد تر ۱۴ سلنه زیاته برخه تر کنترول لاندې لري او په ۳۰ سلنه برخه کې جګړه کوي.

د ملګرو ملتونو په وینا هغو سیمو ته چې جګړې پکښې روانې دي د نه لاس رسي له کبله د دې خبرې معلومول ګران دي چې په تیرو دوو کلونو کې بې ځایه شوي کسان اوس هم کډوال دي او که خپلو سیمو ته بیرته ورګرځیدلي دي.

زموږ له ارشيف څخه: