1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

په افغانستان کې د کاتولیکانو کليسه وتړل شوه

۱۳۹۹ فروردین ۱۱, دوشنبه

په افغانستان کې د کاتوليکو عیسویانو یوازینۍ کلیسا د کرونا ويروس د خپريدو له امله د خپلو عبادت کونکو پر مخ وتړل شوه. دغه اقدام په داسې حال کې شوی، چې په افغانستان کې د کرونا ويروس د مبتلایانو شمیر ۱۴۵ تنو ته رسيدلی.

https://p.dw.com/p/3aBPC
Symbolbild Katholische Kirche
انځور: imago/Christian Ohde

د آلمان کاتوليک خبري آژانس په حواله په کابل ښار کې د مسيحيانو يوازينی کوچنی عبادت ځای، د کرونا ويروس د بحران له امله خپل مذهبي مراسم درولي دي. د فيدس واټيکان رسنۍ د دغه خبر په تائيدولو سره ويلي دي چې د افغانستان په ۳۶ ميليونه اټکلي نفوس کې شاوخوا ۲۱۰ تنه کاتولي عیسویان هم شامل دي.

په افغانستان کې د کاتولیکانو د ماموريت مشر ګيوواني سکالیس، د واټيکان رسنۍ ته وويل چې هغه د فبرورۍ مياشتې په وروستيو کې د کليسا غړو ته د احتیاطي تدابيرو په اړه معلومات ورکړي ول او د دوی وروستي مذهبي مراسم د ښځو د يوې مذهبي ډلې په حضور کې د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۳۰مه) ترسره کيږي.

په کابل کې د مسيحيانو دغه کلیسا د ايټاليا په سفارت کې ده. ويل شوي چې په وروستيو اوونيو کې په دغې کليسا کې د مسيحیانو حضور ډير کم شوی ځکه اکثره يې خپلو هيوادونو ته ستانه شوي دي. په کابل کې د ايټاليا سفارت، په دغه ښار کې د کرونا ويروس د لومړنۍ مثبتې پيښې تر ثبتيدو وروسته وتړل شو.

د تازه خپرو شوو شمیرو له مخې په افغانستان کې تر اوسه ۱۴۵ تنه پر کرونا ويروس اخته شوي دي. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې له دغو پيښو څخه ۱۰۶ يې په هرات، ۶ یې په کابل او پاتې نورې ېې په نورو ولاياتونو کې ثبت شوي دي.

د آلمان د کاتوليک خبري آژانس د رپوټ په حواله، په دغو کسانو کې دوه بهرني ديپلوماتان او څلور ايټالوي سرتيري هم شامل دي.

(mks, ms (kna