1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې نوي موټر بازار نه لري

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ مرداد ۳۱, پنجشنبه

په تیرې لسیزې کې د موټرو تجارت د سوداګرو له پاره په یو ښه عاید لرونکي کار باندې بدل شوی دی. دغه سوداګر له اروپایي هیوادونو او متحده عربي اماراتو څخه زاړه موټر یا په اصطلاح «دویم لاس» موټر افغانستان ته راواردوي.

https://p.dw.com/p/19Uci
Workers assemble Toyota Motor Corp.'s third-generation Prius hybrid cars at the automaker's Tsutsumi plant in the city of Toyota, Aichi Prefecture, central Japan, 08 June 2009. Foto: Shinji Kita +++(c) dpa - Report+++
Toyota Produktion in Japanانځور: picture-alliance/dpa

د موټر پلورونکو ټولنې د شمیرو پر اساس افغانستان له ۶۰ څخه تر ۶۵ سلنه پورې دویم لاس یا زاړه موټر راواردیږي. په دې ترتیب سره نو افغانستان یوازې ۳۰ سلنه راواریدیدونکي موټر نوي دي.

د موټر پلورونکو ټولنې مشر حاجي نجیب الله امیري، وایي چې د جاپاني شرکت ټیوټا (Toyota) موټر په افغانستان کې ډیر رانیوونکي لري. هغه زیاتوي: «په افغانستان کې ډیر موټر د ټیوټا کمپنۍ دي. دغه موټر آرزانه دي او په بازاونو کې یې پرزې ډیرې زیاتې پیدا کیږي. له دې امله د خلکو دغه موټرې خوښیږي.»

په افغانستان کې په ترتیب سره د ټیوټا، بېنز، فورد او شاورلیت شرکتونو موټر ډیر پیریدونکي لري. اوس افغانستان ته د ټیوټا، بېنز او شاورلېت د شرکتونو نوې موټر نه بلکه یوازې زاړه او دویم لاس موټر راواردیږي.

د موټر پلورونکو ټولنې د شمیرو له مخې د ټول افغانستان په کچه ۷۴۰ موټر پلورنځایونه فعاله دي چې له دغه جملې څخه یې یوازې ۴۰۰ په کابل کې دي. د ټیوټا د شرکت د موټرو بیې له دوه زرو ډالرو څخه نیولې بیا تر ۷۰ زرو ډالرو پورې رسیږي.

له کاپیسا، میدان وردک، بامیان او دایکندي ولایتونو پرته د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د موټرو پلورنځایونه جوړ شوي دي.

د موټرو د بازار رکود

د موټرو پلورونکي وایي چې په تیر یوه کال کې د نویو موټر خرڅلاو کم شوی دی او خلک دې ته ترجیح ورکوي چې د دویم لاس یا زاړه موتر راونیسي. د موټرو د سوداګرو د څرګندونو له مخې په وروستي یوه کال کې نغدې پېسې کمې شوي دي او د تیرو کلونو په پرتله څو چنده د موټرو بازار سوړ شوی دی.

په کابل کې د حاجي یونس په نوم یو تن موټر پلورونکی وایي: «اوس زموږ ډیر زاړه موټر خرڅیږي. بازار د رکود په حالت کې دی. بازار له سقوط سره مخامخ دی. خرید او فروش نه شته. پیسې له بازاره څخه په بشپړه توګه ورکې شوې دي. له دې امله تیرو لسو، یوولسو میاشتو کې مو هیڅ نوی موټر نه دی را وارد کړی.»

نوموړی سوداګر وایي چې د ۲۰۱۴ کال په اړه انديښنو په افغانستان کې د موټرو بازار له رکود سره مخامخ کړی دی. هغه وایي چې اوس خلک دې کار ته ترجیح ورکوي چې د موټر پر ځای نغدې پیسې له ځانه سره ولري.

د زړو موټرو د رانیولو بل دلیل په افغانستان کې د سړکونو خراب حالت دی. د خلکو په وینا په خرابو سړکونو کې د نویو موټرو ګرځول د پیسو ضایع کول دي. د ذبیح په نوم د موټر یو تن رانیونکی وایي: «داسې موټر چې صفر کیلومتر وي ډیر ګران دي او په افغانستان کې هم د دویم موټر رانیول رسم او روج دي. په دې سړکونو کې د نوي موټر چلول حیف دي.»

د دغو موټر ډیر شمیر رانیوونکي هغه کسان دي چې له دغو موټرو څخه یا د مسافر وړونکو او یا هم د خپلو کورني ضروروتونو له پاره استفاده کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب