1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ماشومانو د تلفاتو کچه لوړه شوې

۱۳۹۸ مهر ۱۲, جمعه

د م.م. د یوه رپوټ له مخې په تیرو ۴ کلونو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت خرابیدل د ماشومانو پر وړاندې تر ۱۴۰۰۰ زیاتو سختو سرغړونو سبب شوی. په دې کې د کابو ۳۵۰۰ تنکي ځوانانو وژل کیدل او تر ۹۰۰۰ د زیاتو ټپي کیدل هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3Qidy
BdTD Afghanistan Kinder in Kabul nach einer Explosion
انځور: Reuters/O. Sobhani

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویترش د سختو سرغړونو «اندیښمنونکي کچه» چې د جګړې (ټول ښکیل) اړخونه یې مرتکب شوي دي او دا حقیقت چې ماشومان اوس هم د دغه وسله وال کړکیچ قرباني کیږي، غندلی دی.

د هغه په خبره تر ټولو زیاته د اندیښنې خبره دا ده چې له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې شاوخوا ۱۲۶۰۰ ماشومان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي چې د ټولو ملکي تلفاتو کابو یو پر دریمه برخه جوړوي. هغه لیکلي دي چې «دا د تیرو څلورو کلونو په پرتله د ماشومانو د تلفاتو په برخه کې ۸۲ سلنه زیاتوالی ښيې.»

ګویترش په افغانستان کې د ماشومانو او وسله وال کړکیچ، په هکله په خپل څلورم رپوټ کې ویلي دي چې د ماشومانو د تلفاتو د کچې زیاتیدل «د ځمکنیو نښتو، د جګړې پاتې شوي چاودیدونکي توکو او هوایي بریدونو په پایله کې رامنځ ته شوي دي.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي دي چې هغه په ځانګړې توګه د «حکومتي او حکومت پلوه ځواکونو له لوري د هوایي عملیاتو په پایله کې» د ماشومانو د مرګ ژوبلې د شمیر په هکله «سخت اندیښمن» دی.

د دغه رپوټ له مخې له ۲۰۱۵م کال راهیسې په هوایي بریدونو کې د تیرو څلورو کلونو په پرتله په ځانګړې توګه د ماشومانو تلفات لوړ شوي دي. ملګرو ملتونو له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې له هوایي بریدونو څخه د ماشومانو ۱۰۴۹ وژل یا ټپي کیدل تائید کړي دي چې پکښې د هوایي بریدونو په پایله کې د ۴۶۴ تنکي ځوانانو وژل کیدل هم شامل دي. د رپوټ له مخې دغه شمیر د هوایي بریدونو په پایله کې د ملکي تلفاتو ۴۰ سلنه جوړوي.

د ګویترش په خبره وسله والې ډلې د ماشومانو ۴۳ سلنه تلفاتو له پاره مسوولي دي، چې په پایله کې یې ۳۴۵۰ وژل شوي او ۹۱۴۹ نور بیا ټپیان شوي دي. د زیاترو تلفاتو له پاره طالب جنګیالي ګرم بلل شوي او هغه شمیر چې داعش ډلې ته نسبت ورکول کیږي په تیرو څلورو کلونو کې زیات شوی دی.

حکومتي او حکومت پلوه ځواکونو د ماشومانو د ۳۰ سلنې تلفاتو له پاره مسوول بلل شوي دي.

د ګویترش په خبره ملګرو ملتونو د وسله والو ډلو او حکومتي ځواکونو له لوري د ۲۷۴ ماشومانو د جلب او جذب او استفادې، د ۱۳ هلکانو او څلورو نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالی او د ۴۶۷ ښوونځیو او روزنیز پرسونل پر وړاندې بریدونه تائید کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په خبره د هغو ماشومانو واقعي شیمر چې د افغانستان په کړکيچ کې ترې استفاده کیږي، له دې «زیات اټکل کیږي.» هغه د بیلګې په توګه د ۲۰۱۶م کال تورونو ته اشاره کړې چې له مخې یې تر ۳۰۰۰ زیات ماشومان، زیاتره برخه د وسله والو ډلو له لوري جلب او جذب شوې وه.

د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تیري او د جنسي تاوتریخوالي د نورو شکلونو په هکله ګویترش ویلي دي چې دوی پوهیږي چې «د کلتوري او ټولنیزو مسایلو، د غچ اخیستنې د ویرې، له مجازاتو د معافیت له کبله په ډیرو مواردو کې له شکایت کولو څخه ډډه کیږي.»

انتونیو ګویترش له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې د افغانستان سیاسي او امنیتي تحولاتو ته په کتلو سره ویلي دي چې د تیرو څلورو کلونو په پرتله وضعیت خراب شوی دی، «په ځانګړې توګه په ۲۰۱۴م کال کې له نړیوالو بهرنیو ځواکونو څخه افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت تر انتقال وروسته.» د هغه په خبره تر هغې وروسته طالبانو په ډیرو سیمو کې پرمختګ کړی.

ګویترش ویلي دي چې د رپوټونو له مخې په وروستیو میاشتو کې له ۴۵۰۰۰ څخه تر ۶۵۰۰۰ زرو پورې طالبانو په افغانستان کې فعالیت لره او د طالبانو په پوځي عملیاتو کې د حقاني شبکې نفوذ مخ پر زیاتیدو دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په خبره «داسې اټکل کیږي چې القاعده د افغانستان په ختیځ کې محدود حضور لري» په داسې حال کې چې د داعش افراطي ډله هم د افغانستان په ختیځ کې حضور لري او «احتمالا اوسمهال له ۲۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې کسانو سره فعالیت کوي.»

د ګویترش په خبره د افغان او نړیوالو ځواکونو پوځي عملیاتو د داعش ډلې د پراخیدو مخه نیولې ده او د هغې په پایله کې داعش «مخ پر زیاتیدونکي توګه ځانمرګي بریدونه او پيچلې حملې تر سره کوي او په قصدي ډول په سترو ښارونو کې ملکي کسان هدف ګرځوي.»

(APE)