1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د لاریونونو څلورمه خونړۍ ورځ

۱۳۹۰ اسفند ۵, جمعه

په افغانستان کې د قرآن شریف د سوځولو په وړاندې د لاریونونو په څلورمه ورځ په سوونو کسان سړکونو ته راووتل. چارواکي وایي چې د جمعې د ورځې د لاریونونو په ترڅ کې شاوخوا لس کسان وژل شوي دي او په لسگونو نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/149er

په افغانستان کې د جمعې له لمانځه وروسته لاریون کوونکو یو ځل بیا مظاهرې وکړې او د امریکا پر ضد ئې شعارونه ورکړل.

مظاهره کوونکو د کابل په گډون د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې لاریونونه وکړل. یوازې په هرات ولایت کې د اوو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دئ. چارواکو ویلي دي چې دوه نور کسان د خوست په ولایت کې وژل شوي دي. د افغانستان په شمال کې هم د یوه مظاهر کوونکي د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دئ.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د هرات ولایت ویاند محی الدین نوري، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي وو چې په دغه ولایت کې دوه مظاهره کوونکي هغه وخت ووژل شول چې د امریکايي ځواکونو پر قنسلگري ئې برید وکړ. هغه زیاته کړې وه چې دوه نور کسان د همدې ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې وژل شوي ول.

د هرات ولایت یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي چې مرگ ژوبله هغه وخت رامنځ ته شوه چې مظاهره کوونکو د امریکایانو پر قنسلگري برید وکړ او غوښتل ئې چې د ساتونکو وسلې ترلاسه کړي. چارواکي زیاته کړې ده چې تر دې وروسته په سیمه کې ډزې وشوې چې په پایله کې ئې دوو مظاهر کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په همدې حال کې چارواکو د افغانستان په شمال کې هم د یوه مظاهر کوونکي د وژل کیدو خبر ورکړی دئ. دغه مظاهره کوونکی له هغه وروسته وژل شوی دئ چې د پلخمري په ښار کې ئې د لاریونونو په ترڅ کې د هنگري ځواکونو پر اډې د برید هڅه کړې ده.

د بغلان د ولایت د پولیسو مرستیال ویلي دي چې په دغو لاریونونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه چې د هنگري ځواکونو پر اډې ئې برید وکړ. د هغه په خبره په بېښه کې د څلورو پولیسو په گډون یوولس کسان ټپیان شوي دي.

دا د غچ اخیستلو وخت نه دئ

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الین، د پنج شبنې په ورځ ناوخته د ننگرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته ئې له خپلو ځواکونو څخه وغوښتل چې آرام پاته شي. په دغه ولایت کې د پنج شنبې په ورځ دوه امریکایي سرتیرې د مظاهرو پر وخت وژل شوي ول. جنرال الین امریکایي ځواکونو ته ویلي دي: «اوس د غچ اخیستلو وخت نه دئ.»

د افغانستان لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي، هم له الین سره ننگرهار ولایت ته سفر کړی وو. هغه امریکایي ځواکونو ته وویل چې په افغانستان کې د هغوی قربانۍ بې ځایه نه دي.

په کابل کې پولیس د امنیت د ټینگښت په موخه په لارو او کوڅو کې ولاړ دي. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي دي چې سوله ییز لاریون د هر وگړي حق دئ. هغه له افغانانو څخه غوښتي دي چې د تاو تریخوالي څخه ډډه وکړي.

مظاهرې پاکستان ته هم وغځیدې

په پاکستان کې په سلگونه کسان سړکونو ته راووتل او په افغانستان کې ئې د امریکایانو له خوا د قرآن شریف د سوځولو په وړاندې مظاهرې وکړي. هغوی د امریکا بیرغونو ته اور ورته کړ او د امریکا ضد شعارونه ئې ورکړل.

مظاهرې په پېښور، کراچۍ او اسلام آباد کې شوې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د قرآن شریف سوځول په کله غندلي دي او دا کار ئې غیر مسئولانه بللی دئ. پاکستاني مظاهره کوونکو پر خپلو مشرانو غږ کړی دئ چې له امریکا سره خپلې اړیکې وشلوي.

مسعود جهش (فرانس پرس، د آلمان خبري آژانس، رویترز)
کتونکی: نسیم صابر