1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د آلماني ادارو ډیر کارکوونکي بند پاتې دي

۱۴۰۰ آذر ۵, جمعه

په افغانستان کې واک ته د سخت دریځه طالبانو تر رسیدو درې میاشتې وروسته هم د آلماني ادارو په زرونو ځایي کارکوونکي لا نه دي راایستل شوي. ډیری ځایي کارکوونکي د طالبانو له لوري له غچ اخیستلو اندیښنه لري.

https://p.dw.com/p/43WHb
Afghanische Ortskräfte
آرشیف انځورانځور: Can Merey/dpa/picture alliance

د فرانسې د خبري آژانس د یوه رپوټ له مخې د آلمان د کورنیو چارو وزارت د کیڼ اړخي ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي چې اوس هم په افغانستان کې د آلمان د پراختیایي ګډو چارو برحاله فعال او پخواني ۲۴۰۰ محلي کارکوونکي په افغانستان کې حضور لري. زیاته شوې ده چې پر دې سربیره ۶۴۵ نور هغه افغانان لا هم په افغانستان کې دي چې د آلمان له اردو سره یې کار کاوه.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې دا مهال د آلمان د کورنیو چارو وزارت ۷۴۵ پخواني محلي کارکوونکي په افغانستان یا د هغې په ګاونډویو هیوادونو کې دي. همداشان زیاته شوې ده چې درې برحاله فعال ځایي کارکوونکي په کابل کې دي او د آلمان د کورنیو چارو وزارت ۲۳ پخواني مرستندویان په افغانستان کې بند پاتې دي.

له افغانستانه د آلمان د اردو او نورو ادارو تر راوتلو وروسته په زرونو ځایي محلي کارکوونکي هلته پریښودل شول. د آلمان فدرالي حکومت د هغوی د راایستلو په لټه کې دی، ځکه چې د دغو کسانو ډیری یې د طالبانو له لوري له غچ اخیستلو څخه ویره لري.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د آلمان د اردو د تخلیې د ماموریت تر ختمیدو وروسته د نومبر میاشتې تر اوومې نېټې ۴۵۶ ځایي کارکوونکي آلمان ته راوستل شوي دي. په افغانستان کې د لویدیځو هیوادونو د تخلیې عملیات د اګست میاشتې په وروستۍ نېټه پای ته رسیدلي وو. تر هغې وروسته د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له کابله دوه چارتر شوې پروازونه چمتو کړي. د نومبر په لسمه نېټه ۳۲۹ آلماني اتباع او همداشان د آلمان د ځایي ادارو محلي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ آلمان ته راوستي دي. په یوه بل پرواز کې ۳۴۵ کسان له افغانستانه راایستل شوي دي.

د آلمان د حکومت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د تخلیې د عملیاتو تر ختمیدو وروسته په افغانستان کې محلي کارکوونکو او هغو خلک چې له خطر سره مخامخ دي ۳۶۰۰ کسانو ته ویزې صادرې شوي دي.

په پارلمان کې د کین اړخو استازې زیوم دګ دېلن، په افغانستان کې لا هم د آلماني ادارو د ځایي کارکوونکو د زرونو کارکوونکو د پاتې کیدو له کبله د آلمان پر حکومت سخته نیوکه کړې. هغې ویلي دي: «د افغانستان په خونړۍ جګړه کې د ناټو د ماتې او له کابله د ځواکونو د راایستلو پر مهال د ګډوډیو وروسته هم د آلمان حکومت د محلي کارکوونکو د راایستلو پر ژمنې سربیره هغوی په بې پروایي سره یوازې پریښودي دي.»