1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د آسترالیا یوه سپي ته د زړورتیا مډال ورکړل شوی

۱۳۹۷ آبان ۴, جمعه

د آسترالیا په پوځ کې د کوګا په نوم یوه روزل شوي سپي ته تر مرګ وروسته په افغانستان کې د ماموریت له کبله د زړورتیا مډال ورکړل شوی دی. د دغه سپي مسئول کس وايي چې سپي یې په افغانستان کې د ډيرو ژوند ژغورلی وو.

https://p.dw.com/p/37EJN
انځور د ياد سپي نه دی
انځور د ياد سپي نه دیانځور: Reuters/M. J. Martinez

د آستراليا د پوځ يوه سپي ته د جمعې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې۲۶ نیټه) تر مرګ وروسته د زړورتیا مډال ورکړل شوی دی. دغه سپي د آسترالیايي پوځیانو سره یوځای په افغانستان کې په جګړه ایز ماموریت کې برخه اخیستې ده. د دغه بلجیمي نژاده سپي مسئول کس ویلي دي چې په افغانستان کې د هغه د سپي د ځینو فعالیتونو له کبله ډیر ژوندونه ژغورل شوي دي.

سربیره پر دې په۲۰۱۱م کال کې دغه روزل شوی سپی له آستراليايي ځانګړو ځواکونو سره په ګزمه وتلی وو. په ګزمه کې سپی تر سرتیرو مخکې د طالبانو د ځینو هدفونو د مشخص کولو له پاره لیږل شوی وو. د دغه سپي مسئول چې نه غواړي نوم یې بربنډ شي وویل چې کوګا [سپی] په غپیدو پیل وکړ او موږ ته یې د یوه کمين زیګنال راکړ.

د دغه سپي مسئول کس زیاته کړه چې د کمین نیونکي تر لیدلو او د اتومات وسلې تر ډزو وروسته کوګا ځان په یوه سیند کې واچاوه او په لامبو یې پیل وکړ. د دغه سپي مسئول د پیښې په تړاو د آسترالیا ملي تلویزیون اې. بي سي ته وویل: «ما ولیدل چې په اوبو کې د هغه شاوخوا ته مرمرۍ لګیدلې.» تر دې وروسته د سپي مسئول هم پر پټ شوي دښمن ډزې پیل کړې.

د دغه سپي مسئول زیاته کړه چې پر ډزو سربیره، کوګا د سيند بلې خوا ته تیر شو او پر پټ شوي کس یې برید وکړ او هغه یې ونیو. د دغه سپي مسئو وویل: «همدغه څه سبب شول چې پټ شوی یاغي زموږ پرځای سپی هدف وګرځوي.»

په دې پیښه کې پټ شوي یاغي [طالب جنګیالی] د ځان د خوشې کولو له پاره د سپي په ویشتلو بریالی شو. تر دې وروسته یاغي وتښتید او کوگا پر ټپونو سربیره وکولی شول چې بیرته له سینده را واوړي او خپل مسئول ته راشي.

کله چې کوګا بیرته خپل مسئول ته راځي نو هغه په پنځو مرمیو لګیدلی دی. په همدې ترڅ کې د آسترالیا یوې پوځي چورلکې د درملنې له پاره هغه د آسترالیايي پوځ یوې پوځې اډې ته انتقال کړ.

زیاته شوې ده چې کوګا په افغانستان، جرمني او آسترالیا کې شاوخوا ۹ میاشتې تر درملنې لاندې دوو خو ۹ میاشتې وروسته یې بیا خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دې ترتیب سره تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د ویکتوریا کراس د مډال سره برابر د څارویو په ډله کې د ډیکین مډال ورکړل شو. په دوهمه نړیواله جګړه کې هم دوو پیغام لیږدونکو کوترو ته دغه راز یو مډال ورکړل شوی وو.