1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"تریاکو د سرو زرو ارزښت پیدا کړی دئ"

۱۳۹۱ فروردین ۱۹, شنبه

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو د مخدره توکو او د هغوی له جرمونو سره د مبارزې د ادارې مشر ویلي دي چې په دغه هیواد کې تریاکو د سرو زرو ارزښت پیدا کړی دئ او د دغه توکي سوداگر او بزگران د نقدو پیسو پر ځای تریاک احتکاروي.

https://p.dw.com/p/14ZAd
انځور: AP

د افغانستان او د لویدیځو هیوادونو له حکومتونو سره دا ویره موجوده ده چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي په دغه هیواد کې د تریاکو په کښت کې ډیروالی راشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه کال کې د ولسمشر کرزي د دوره هم پای ته رسیږي او په افغانستان کې به نوې ټاکنې وشي.

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو د مخدره توکو او د هغوی له جرمونو سره د مبارزې د ادارې مشر جین لوس لیمهایو، د رویټرز له خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «تاسو وینئ چې په افغانستان کې په ناڅاپي توگه خلک د تریاکو خوا ته داسې زغلي لکه د یورو د نافذیدو تر مخه چې د یورو په زون کې خلک د سویسي فرانک په لور په منډه کې ول.»

د هغه په وینا په حقیقت کې دا د یوې نا مطمینې راتلونکې له پاره احتکار دئ. دا یو اقتصادي فکر دئ چې تر یوې اندازې د پوهاوي وړ دئ چې خلک فکر کوي چې په راتلونکې کې به پر ده او د ده پر کورنۍ څه تیریږي.

د ملگرو ملتونو د یوه راپور پر اساس په افغانستان کې په ۲۰۱۱ کال کې د تریاکو په کښت کې ښکاره ډیروالی راغلی دئ. له تریاکو څخه تر له لاسه شوي عاید څخه وسله والې ډلې هم گټه پورته کوي. د اټکلونو له مخې افغانستان د نړۍ شاوخوا ۹۰ سلنه تریاک تولیدوي چې بیا وروسته ورڅخه هیروین جوړیږي.

د ملگرو ملتونو د راپور په حواله تیر کال په افغانستان کې له تریاکو څخه لاس ته راغلی عاید د نورو کلونو په پرتله دوه برابر لوړ وو. تیر کال له تریاکو څخه لاس ته راغلی عاید شاوخوا ۴.۱ میلیارده ډالره وو چې د دغه هیواد د اقتصاد ۱۵ سلنه جوړوي.

د ملگرو ملتونو د نوموړي استازي په حواله په افغانستان کې د نامطمینې راتلونکې په خاطر اوس ډیری خلک تریاک د سرو زرو د بدیل په توگه رانیسي.

د څیړونکو په اند په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به له افغانستان څخه نغدي پېسې او هوایي ځواک هم ووځي او افغان دولت به لا ډیرو مرستو ته اړتیا ولري چې د تریاکو له کښت سره مبارزه وکړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش