1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: اوس هم نجونۍ په ماشومتوب کې د ودونو قرباني کیږي

۱۳۹۸ خرداد ۱۷, جمعه

د يونسيف د تازه رپوټ له مخې په نړۍ کې په کم عمر کې د ودونو شمیر کم شوی دی. خو د دغه سازمان يوه بله څيړنه بیا ښيې په افغانستان کې، په ځانګړې توګه په لیرو پرتو سیمو کې، اوس هم ډیر داسې ودونه کیږي.

https://p.dw.com/p/3K28J
Afghanistan Frauenhaus in Bamiyan
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/P. Bronstein

فرشته (مستعار نوم) د کابل ښار د ښځو د امن کور یو له اوسیدونکو څخه ده. هغې یوازې ۱۳ کاله عمر لره چې د پلار له خوا یې د یوه بډایه کس ۲۵ کلن زوی ته واده شوه. خو یو کال وروسته یې واده د عمر، فرهنګ، ټولنيز مقام او اقتصادي شرايطو د توپیر له کبله مات شو او میړه یې آن افغانستان پریښود.

فرشتې بيرته د خپل پلار کور ته د ستنیدو هڅه وکړه خو پلار یې هغې ته ځای ور نه کړ. یو کال یې د خپل پلار او میړه د کورونو تر منځ په سرګردانۍ تیر کړ او تر یوه کال وروسته یې دوسیه فامیلي محکمي ته ولاړه.

فرشته وايې: »پلار مې حاضر نه شو چې ما قبوله کړي او ويل يې چې يوازي مړې دې بايد له هغه کور څخه ووځي. [له طلاق اخيستلو څخه] پوره يو کال [وروسته] مې له ډيرو ستونزو سره ژوند وکړ.» 

فرشته وایي له دې کبله چې د پخواني میړه کورنۍ یې هم نه غوښتل چې د هغې پالنه وکړي نو دا یې پولیسو ته وسپارله. هغه زیاتوي: «په پاي کې فامیلي محکمې زه د ښخو وزارت او د هغوي له لارې د امن یوه کور ته معرفی کړم.«

فرشته اوس له اتو کلونو راهیسې د کابل ښار د امن په يو کور کې ژوند کوي. هغې ښوونځی پای ته رسولی او اوس د حقوقو په پوهنځې کي تحصيل کوي. هغه وایي: »هغه ستونزې چې مې په ژوند کې درلودلې د دې سبب شوې چې کوښښ او هڅې وکړم. اوس د حقوقو په پوهنځې کې درس وايم او غواړم چې له فراغت څخه وروسته، د هغو کسانو د حقونو تر لاسه کولو له پاره کار وکړم چې زما په څير قرباني شوي دي.«

د يونيسف د تازه  څيړنو له مخې  په افغانستان کې ۴۲ سلنه افغانو کورنيو ويلي چې لږ تر لږه د کورنۍ يوه غړې يې مخکي له اتلس کلنۍ څخه ميړه ته ورکړل شوې ده. دغه شمير په محرومو سيمو کې لکه په افغانستان کې د بې ځايه شويو په کمپونو کي، آن تر ۶۶ سلنه پورې رسیږي. د امنيتي وضعيت خرابيدل، فقر او تاو تريخوالي، د خلکو تر منځ ټولنيز دودونه د دغه ډول ودونو د ډيريدو سبب شوي. 

يونيسف يا د ملګرو ملتونو د ماشوم د مرستې صندوق په دې وروستیو کې يو رپوټ خپور کړې چې له مخې يې په نړۍ کې د هغو ښځو سلنه چې تر اتلس کلنۍ په کم عمر کې ودیږي، په تیره لسیزه کې له ۲۵ څخه ۲۱ ټيټه شوې ده. د ۷۶۵ ميلیونه واده شویو ماشومانو په ډله کې ۶۵۰ میلیونه يې نجوني دي.

په نيویارک کې د يونيسف همغږي کونکي مديرې هنریتا فور وويل: «ژر واده کول د ماشومتوب د دورې ناڅاپه پای ته رسول او د ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کول دي.«

هغه د خپلو خبرو په دوام کې وايي، چې هلکان په کم عمر کي واده کوی، مجبوریږي چې د ډير عمر نارینه و نقش ولوبوي. فور زیاتوي چې په کم عمر کې واده کول د دې سبب کيږی چې ماشومان له وخت څخه تر مخه پلرونه او ميندی شي.

hh/ms