1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي سېلابونو سخته مرگ ژوبله اړولې

شمس الرحمان ناصر/ آژانسونه۱۳۹۳ اردیبهشت ۵, جمعه

د افغانستان په شمال او شمال لوېدیځو ولایتونو کې د سیلابونو له امله نزدې ۸۰ کسان وژل شوي دي. همدارنگه دغو سیلابونو په سوونو کورونه، کرهڼیزي مځکي او یو سیمه ییز بازار هم ویجاړ کړی دی.

https://p.dw.com/p/1Boa9
انځور د نورو سېلابونو دی
انځور: DW

د جوزجان، سرپل، فارياب او بادغيس ولايتونو چارواکي وايي چې سېلابونو نزدې ۸۰ کسانو وژلي او تر ۱۲۰ ډېر انسانان ورک دي. په داسې حال کې چې د افغانستان په شمال کې د جوزجان او په شمال لویدیځ کې د بادعیس ولایت اوسیدونکي په خپلو کورونو کې په خواږه خوب بیده ول سیلابونو يي کورونه لاندي کړل.

په جوزجان ولایت کې د والي مرستیال عبدالرحمان محمدي وویل چې په دغه ولایت کې تر ۴۶ ډیر انسانان وژل شوي دي او ۸۰ تنه نور ورک دي. د سرپل چارواکو ويلي دي چي سېلابونو ۶ کسان وژلي دي، د فارياب مامورینو ويلي دي چي په ولايت کي يې ۳۰ کسان سېلابونو وژلي دي او د باغيس مسئولان وايي چي په راغلو سېلابونو کي اته انسانان وژل شوي دي.

د محمدي په خبره، د شبرغان په ښار کې د ۱۵ تنو کوچنيانو او ۵ تنو ښځو په گډون د ۲۶ تنو مړي موندل شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د قوش تیپه، درزآب او خواجه دوکوه په ولسوالیو کې د سخت اورښت له امله سیلابونه رامنځ ته شول چې تر اوسه پوري ۱۷ جسدونه موندل شوي دي. د محمدي په خبره په دغو درو ولسوالیو کې ۹ کلي ویجاړ شوي دي او همدارنگه د سیلابونو په مخکي پرتو سیمو هم زیان لیدلی دی.

عبدالرحمان محمدي زیاته کړه: «هوايي ځواکونو په سیلاب ځپلو سیمو کې د خلکو د ژغورنې له پاره دوې څرخۍ الوتکي ځانکړي کړي دي، خو فکر کوم چې دوې الوتکي د دغو په زرونو کلیوالي خلکو د ژغورنې له پاره کافي نه دي.»

د جوزجان ولایت دغه چارواکي وویل چې د سیلاب ځپلو سیمو سړکونه تړل شوي دي او د ۵۰۰۰ په شاوخوا کې خلک د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې په تیرو۳۰ کلونو کې داسې سیلاب کله نه وو راغلی.

همدارنگه د بادغیس ولایت په قلعه نو ولسوالۍ کې هم سیلاب له امله خلکو ته ځاني زیان رسیدلی دی. د دغه ولایت د والي مرستیال قمرالدین شکیب، دویچه ویله ته وویل: «تر اوسه پوري ۸ تنه ځاني تلفات لرو. د مرغاب په ولسوالۍ کې شپږ تنه ورک شوي دي چې د موندلو له پاره يي هڅي رواني دي.»

د بادغیس د والي مرستیال د سیلابونو له امله د اوښتې زیان په هکله وویل: «تر۲۰۰ ډیر دوکانونه چې د غرفې او کانتینر په ډول په قلعه نو کې د گنج بازار په سیمه کې جوړ شوي ول سیلاب ویجاړ کړي دي، همدارنگه د ۱۰۰ په شاوخوا کې د استوگني کورونه زیانمن شوي دي او د سیلاب په مخ کي کرهڼیزو مځکو او مواصلاتي لارو ته هم زیان اوښتی دی.»

د شکیب په خبره، د عامي روغتیا ادارې، سره صلب، او نړیوال خوراکي پروگرام په اوس وخت کې له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې له پاره خپل تیاری لري، خو سیلابونو دومره زیان اړولی دی چې سیمه ییزه اداره يي د جبرانولو توان نه لري.

«زه سید علي محمد، د لرگیو پلورنځای لرم. خدای شاهد دی چې تر همدې پله لاندي مې لس خرواره وچ لرگي درلودل هغه هم سیلاب یووړل. زموږ ټول لرگي اوبو یووړل، موږ ته يي ډیر زیان اړولی دی، زموږ دیوالونه او فرشونه يي ټول خراب کړي دي.»

د موسمي ورښتونو او سیلابونو له امله هر کال په افغانستان کې ډیرو خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه رسیږي، ځکه له یوې خوا د دغو پيښو په هکله وړاندوینه کېدلای نه شي او بله بلي خوا بيا د سېلابونو له امله د رامنځ ته کېدونکي زیان د مخنیوي له پاره کافي امکانات نه دي موجود.