1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د اوسپنيزي پټلۍ د جوړيدو تړون لاسليک سو

۱۳۸۹ شهریور ۳۱, چهارشنبه

افغان دولت په خپله خاوره کي د يوې چينايي کمپنۍ سره د اوسپني د پټلۍ د جوړيدو تړون لاسليک کړی. د دغه تړون پر سر نن د کانونو د وزارت او د چين د MCC کمپنۍ د مشرانو تر منځ هوکړه وسوه.

https://p.dw.com/p/PJUj
د دغي پټلۍ اوږد والي ۹۰۰ کيلومتره دی چي د افغانستان له خېټي نه ختيځ او لويدځ ته تيريږي.
د دغي پټلۍ اوږد والي ۹۰۰ کيلومتره دی چي د افغانستان له خېټي نه ختيځ او لويدځ ته تيريږي.انځور: AP

د هوکړه ليک له مخي به دغه چينايي کمپنۍ په راتلونکو شاوخوا دوو کلونو کي دغه پټلۍ چي له کابله تر تورخمه او همداسي په شمال کي د هيرتانو تر بندر پوري رسيږي جوړوي.

دغه کمپنۍ چي اوس ورسره تړون سوي لا وختي په لوګر ولايت کي د عينکو د مسو د کان د قرارداد ګټونکې هم ده.

په دې موخه نن په کابل کي د د کانونو وزير وحيدالله شهراني، په کابل کي د چين سفير، د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين، د ټول ګټو وزير او د لوګر والي په يوه خبري غونډه کي د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

د کانونو وزير وحيدالله شهراني وويل چي د دغي پټلۍ اوږد والي ۹۰۰ کيلومتره دی چي د افغانستان له خېټي نه ختيځ او لويدځ ته تيريږي .

د نوموړي په خبره، د اوسپني د دغي پټلۍ په مرسته به د عينکو د کان مس نړيوالو بازارونو ته انتقال سي او پر دې سربيره به د سوداګرو مالونه هم په ډيره ټيټه بيه د يوې سيمي بلي ته ليږدول کيږي.

د شهراني د وينا له مخه د دغي پروژې لګښټ څه باندي څلور مليارده ډالره ده چي د اسياسي پراختيايي بانک له لوري ورکول کيږي.

«دغه پروژه افغانستان ته له اقتصادي اړخه ډيره مهمه ده، نن مو د چين له ام سي سي کمپنۍ سره د هغي تړون لاسليک کړ او دغه تړون دغي کمپنۍ د نړيوالو معيارونو مطابق ترلاسه کړی دی.»

په دې چي د افغانستان امنيتي حالت کړکېچن دی اوس داسي ويره رامنځ ته سوې چي ايا دغه پروژه به د امنيتي ستونزو په سبب سر ته ورسيږي که څنګه د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين منير منګل وويل چي د دغي پروژې درستي امنيتي چاري د افغان پوليسو په غاړه دي.

هغه وويل چي د تورخم څخه به تر هيرتانو بندر پوري د دغي آوسپنيزي پټلۍ امنيت دوی وساتي.

افغانستان چي د څلورو غاړو په وچي پوري تړلی هيواد ګڼل کيږي دمګړی د ليږد را ليږدل پر مهال تر ډيره پر ځمکني ترانسپورټ اړخ لګوي.

خو که چيري دغه اوسپنيزه پټلۍ وغزيږي نو له دي سره د افغانستان اقتصاد هم وغوړيږي.

د سياسي چارو کارپوهان په دي اند دي چي د افغانستان د هغو سيمو څخه چي دغه د اوسپني پلټۍ تيريږي تر ډيره نا امني دي. او دا به د چين ام سي سي کمپنۍ ته ګرانه وي چي په خپل دغه پلان کي بريالۍ سي.

خو د دغي چينايۍ کمپنۍ مشرانو ډاډ څرګند کړ چي د کورنيو چارو وزارت په دې برخه کي ورسره پوره همکاري کوي او د پوليسو يو خاص ټولګۍ هم د دغي پروژي د ساتلو لپاره جوړ سوی دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل