په افغانستان کي د آلماني پوليسو د ماموريت ختمېدو غوښتنه
۱۳۹۸ مهر ۱۱, پنجشنبهد آلمان د پوليسو د اتحاديي (GdP) مشر اوليور مالخو د شپيگل په نامه آلمانۍ ورځپاڼي ته ويلي: «په کابل کي بايد د آلماني پوليسو له خوا د زده کړي پروگرامونه نور په ټپه ودرول سي، دا ځکه چي په اوس وخت کي امنيتي وضعيت ستونزمن دی او په دې ډول د هغوی د کار دوام ښايي د دغو پوليسو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.
خو د جرمني د کورنيو چارو وزارت بيا د خپلو پوليسو پر ماموريت ټينگار کوي. د نوموړي وزارت وياند ستيف التر د چهارشنبې په ورځ په برلين کي وويل: »د امنيتي وضعيت ستندرد يو وار بيا کتل سوی، خو بيا هم داسي دليل نه سته چي د آلماني پوليسو ماموريت تر پوښتني لاندي راولي.»
په آلمان کي د سيف دي چلدرن مرستندوی سازمان مسئولي سوزنه کروگر بيا ويلي دي: «په لومړي نظر کي هغه غوښتنه چي آلماني کارکوونکي بايد له دغه هيواده وايستل سي، د منلو وړ ده. خو له امنيتي ځواکونو پرته نړيوال مرستندوی سازمانونه نه سي کولاي په افغانستان کي کار وکړي.»
د دغو پوليسو يوه برخه د سپتمبر مياشتي په پيل کي په کابل کي تر يوه بريد وروسته ووتله. په اصل کي هغوی بايد بيرته کابل ته ستانه سوي وای، خو بيرته يي د چارواکو له خوا د هغوی د سفر مخه ونيول سوه.
آلماني پوليسو د افغان پوليسو د روزلو خپله پروژه هغه وخت په ټپه ودروله، کله چي د کابل په «Green Village» کي يو بمي بريد تر سره سو.
په نوموړې امنيتي ساحه کي چي پکښي د خارجيانو کورونه او دفترونه موقعت لري، پکښې ۲۲ آلماني پوليس هم ځای پر ځای سوي ول. هغوی وکولای سول ځانونه خوندي ځايونو ته ورسوي. ۱۱ پوليس او د پروژې مشر د آلمان سفارت ته انتقال سول. پاته نور له افغانستانه ووتل.
په افغانستان کي ځای پر ځای سوي آلماني پوليس، له آلمان څخه د افغان مهاجرو په ايستلو کي هم مرسته کوي.
g.p/n.z(dpa)