1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ترافيکي پيښي ډيري شوي

۱۳۹۰ خرداد ۲, دوشنبه

چارواکي وايي چي په افغانستان کي د ترافيکي قوانيو نه مراعتول، د معياري سړکونو نه شتون او داسي نور هغه لاملونه دي چي په دغه هيواد کي د ترافيکي پيښو د ډير والي لامل کړځيدلي

https://p.dw.com/p/11MGi
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

د وروستيو راپورونو پر اساس افغانستان کي د ترافيکي پيښو قربانيان تر جکړو او تروريستي پيښو زيات دي.

د هرات د حوزوي روغتون د عاجلي څانګي مسوول، ډاکټر برکت الله محمدي، وايي هره ورځ په منځني شمير ۱۵ تر ۲۰ کسان د ترافيکي پيښو په پايلي کي روغتونونو ته راوړل کيږي. دي وايي په ترافيکي پيښو کي ۶۰ سلنه زيانمن کسان ځوانان وي.

په ټوليزه ډ‌ول ترافيکي پيښي هرات پوري ندي محدودي بلکي د نه تاييد شويو راپورونو پر اساس په ۱۳۸۹ کال کي يوازي دهرات کندهار په لاره نږدي زر تنه د بيلابيلو پيښو قرباني شوي.

د روان کال په وروستي مياشتي کي ۸ تنه په بادغيس کي، ۷ تنه هرات کي، ۸ تنه هلمند کي،۵۰ تنه زابل کي او 22 په مزارشريف کي د ترافيکي پيښو له وجي يا خو ژوبل شوي او يا يي هم ځانونه له لاسه ورکړي. د افغانستان په نورو ولايتونو کي هم د ترافيکي پيښو په يايلي کي ډير شمير کسان ژوبل شوي.

د امنيت او په لارو کي د پوليسو د څار نه شتون، د سړکونو خرابوالي او په ځينو مواردو کي د موټرچلونکو له خوا د موټرچلولو په مهال د نشي کول په افغانستان د ډيري ترافيکي پيښو لامل بلل کيږي.

کارپوهان وايي چي کم عمره ماشومانو ته د موټر چلولو د جواز ورکول او د ترافيکو د قانون نه پلي کيدل هم د افغانستان په بيلابيلو سيمو کي د ترافيکي پيښو د رامنځ کيدو لامل ګرځي.

د هرات د ترافيکو مدير، سمونوال امان الله ميهن يار، د ترافيکو پيښو د زيادوالي پخلي کوي او د دغي ستونزي لوي عوامل د موترچلونکو له خوا د ترافيکي قوانيو نه مراعاتول بلي. هغه همدا راز وايي چي په هيواد کي د دوه ډول اشترنګ لرونکو موټرو شتون هم د ترافيکي پيښو د رامنځ ته کيدو لامل کيږي.

شريف شرفيار/ هرات
کتونکي/ مسعود جهش