1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي بايد د عراق تېروتنه تکرار نه سي

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ آذر ۸, شنبه

د آلمان د پرمختيايي چارو وزير ګېرد ميولر ويلي دي چي په ۲۰۱۷م کال له افغانستان څخه د ټولو دباندنيو عسکرو ايستل بايد تر پوښتني لاندي ونيول سي. د هغه په وينا دغه انخلا بايد تدريجي وي.

https://p.dw.com/p/1Dx0i
انځور: picture-alliance/dpa

ګېرد ميولر له آلمانۍ ورځپاڼي «نوين اوسنابريوکر» سره په مرکه کي ويلي دي چي له افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو ايستل بايد ناڅاپي نه وي.

د هغه په وينا ښه به وي که له غه افغانستان څخه د دباندنيو عسکرو وتل تدريجي بڼه ولري. ميولر تر ۲۰۱۷م کال پوري د ټولو عسکرو د ايستلو پر پلان د ټينګار کولو څخه خبرداری ورکړی دی. هغه په دې هکله شک ښودلی دی چي دغه پلان «صحيح» دی.

د آلمان د مسيحي اتحاد دغه سياست وال ويلي دي چي په افغانستان کي بايد هغه تېروتنه تکرار نه سي، لکه په عراق کي چي د ټولو عسکرو په ايستلو وسوه. د هغه په وينا د ايساف قواوو د ايستلو له پاره به تدريجي بڼه غوره وي. ميولر زياته کړې ده چي د افغانستان امنيت بايد له ګواښ سره مخامخ نه سي.

ګيرد ميولر د افغانستان د ښه راتلونکي په هکله خوشبيني ښودلې ده. هغه ويلي دي چي آلمان له افغانستان سره نه يوازي دا چي په روان مېلادي کال مرستي کوي، بلکه د ۲۰۱۵م کال له پاره يې هم مرستي پلان کړي دي.

د ميولر په وينا آلمان په افغانستان کي په روان او راتلونکي ميلادي کال تقريبا ۲۴۵ ميليونه يورو پانګونه کوي چي زياته برخه به يې پر ښوونځيو، روغتيايي سيکتور، د انرژۍ سيکتور او د سړکونو پر جوړونه مصرف سي.

دغه آلماني وزير په داسي حال کي دغه څرګندوني کړي دي چي د روان مېلادي کال تر پايه پوري په افغانستان کي د ايساف جنګي ماموريت هم پای ته رسيږي. د روان ماموريت ځای به د ناټو په مشرۍ د «قاطع کومک» په نوم ماموريت ونيسي.

د «قاطع کومک» د ماموريت په چوکاټ کي به د ناټو تقريبا ۱۲۵۰۰ عسکر په افغانستان کي مېشت وي چي د افغان ځواکونو د روزنې او هغوی ته د مشوره ورکولو دنده به پر غاړه ولري.

د اوسني پلان له مخي به د ۲۰۱۷ مېلادي کال له پېل څخه په افغانستان کي هيڅ دباندنی عسکر نه وي پاته.