1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان ډیر لرغوني ځایونه له ګواښ سره مخامخ دي

۱۳۹۸ خرداد ۲۵, شنبه

د افغان چارواکو په حواله په روانه اونۍ کې د غزني په لرغوني ولایت کې شاوخوا ۲۰۰۰ کلن پخوانی برج نړیدلی او د هیواد د نورو لرغونو سیمو د ساتنې په هکله اندیښنې زیاتې شوي. حکومت بیا وایي د دغو سیمو ساتلو ته ژمن دی.

https://p.dw.com/p/3KWGZ
Bildergalerie Iran Minarett von Jam
انځور: Nasim Seyamak

په لرغوني غزني ولایت کې د غزنین په نامه یاده قلا ۳۶ برجونه لري چې په وروستیو کلونو کې یې د جګړو، بارانونو او بې پامۍ له کبله ۱۴ برجونه نړیدلي دي. یاده قلا د افغانستان د ګڼ شمیر نورو تاریخي سیمو له ډلې څخه یوه ده چې لرغونتوب یې د اسلام څخه د وړاندې یعنې د بودیانو دورې ته رسیږي. له تاریخي پلوه یاده قلا د بودیانو د پخواني مرکز یعنې د بامیانو د درې برخه ده چې ریښې یې ان د غور ولایت تر جام مناره پورې غزیدلي دي او عاجلې پاملرنې او حفاظت ته اړتیا لري.

د غزني ولایت چې تیر کال تر سختو جګړو وروسته نزدې د طالبانو لاس ته لویدلی وو، چارواکي وايي چې یاد برج د تیرې سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جون میاشتې په ۱۱مه نیټه) تر شدیدو بارانونو وروسته ونړید. په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې یوه لنډه ویډیو کې ښکاري چې یاد برج د نړیدو له ګواښ سره مخ دی خو ځايي اوسیدونکي وايي چې بې غوري هم د منار په نړیدو کې نقش درلود.

غلام سخي، چې یادې قلا ته نیږدې ژوند کوي وايي: «حکومت دغو سیمو ته پام ونه کړ او د سیلاب د اوبو د دفع کولو له پاره یې کانال جوړ نه کړ.»

سخي زیاته کړه چې حکومت ته یې د یادې قلا د خراب وضعیت په هکله خبرداری ورکړ، خو هیڅوک هم د یادې سیمې لیدو ته رانه غلل.

په ورته وخت کې د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست مشر محبوب الله رحماني، بیا وايي چې شدید بارانونه او وروستیو جګړو د برج په نړیدو کې نقش درلود خو زیاتوي چې حکومت پر داسې پلان کار کوي چې د یادې سیمې د بشپړې نړیدو مخنیوي او ساتنه یې وشي. رحماني همدا راز وویل چې په ۲۰۱۳م کال کې یو شمیر آلماني لرغون پوهانو په یاده سیمه کې کار کړی وو.

غزني ولایت چې د کابل – کندهار پر لویه لار پروت دی او له پلازمینې کابل څخه د موټر د دوو ساعتونو مزل په واټن کې پروت دی، ګڼ شمیر تاریخي، لرغوني او فرهنګي سیمې لري چې ځینې یې ان له اسلام څخه تر وړاندې دورې پورې تړاو لري.

په مراکش کې میشت د اسلامي تعلیماتو، ساینس او فرهنګي چارو سازمان چې په ۱۹۸۱ کې یې په فعالیت پیل کړی او د یونیسکو له لوري یې ملاتړ کیږي، غزني او د دې ولایت لرغونې سیمې په ۲۰۱۳م کال کې د آسیا د اسلامي فرهنګي مرکز په توګه په رسمي توګه وپیژند.

د غزني د برجونو تر نړیدو وروسته اوس په غور ولایت کې د جام په نامه د ۹۰۰ کلن لرغوني منار د راتلونکي په هکله هم اندیښنې زیاتې شوي دي. یاد منار د ۲۰۰۲م کال راهیسې د یونیسکو له لوري د نړۍ د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې شامل شوی دی.

kh/ms (reuters)