1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افريقا کي اسلام: د سعودي د لاس آله

۱۳۹۶ آبان ۱۶, سه‌شنبه

سعودي عربستان په افريقا کې د مسجدونو په جوړولو په ميليونو پيسې لگوي. پر دې هيواد د افراطي واعظانو له لارې د سيمې د بې ثباتۍ تور لگول کيږي. خو دلته خبره يوازې په افريقا کې د تبليغ نه ده.

https://p.dw.com/p/2nA36
Senegal Touba Große Moschee Sufi Bruderschaft
انځور: picture-alliance/AA/A. Gueye

د سېنېگال د پلازمينې ډاکار مرابط چې په افریقا کې تصوف يا صوفيانو ته ويل کيږي، د يوې ډلې روحاني مشر مرابط محمد ندايي د سعودي مخ پر زياتيدونکی نفوذ د خپل مذهب د عملي کولو له پاره خطر گڼي. دی وايي: «موږ د دوی نفرت او کرکه حس کړي. دوی غواړي زموږ دوديز اخلاقي تصور له منځه يوسي.»

ندايي دې وضعيت سخت په غوسه کړی دی، دی زياتوي: «دوی زموږ ځوانانو ته وايي چې مرابط هیڅ معنا او ارزښت نه لري او تاسو ترې مخ وگرځوئ. سربيره پر دې ځوانانو ته لارښونه کوي چې د مور او پلار د عقايدو ترديد وکړئ او له هر ډول ټولنیز دود څخه بغاوت وکړئ.»

سعودي عربستان په افریقا کې د اسلامي نهادونو پر جوړولو ډيره زياته پانگونه کړې. دوی د افريقا په تر ټولو بې وزله سيمو کې مسجدونه، مدرسې او روغتونه جوړوي، هلته خپل واعظان استوي او د خليج په هېوادونو کې د الهياتو په برخه کې د لوړو زده کړو له پاره بورسونه ورکوي. مذهبي ټولنې او ځيني خلک په شخصي توگه د پيسو په زور له سعودي عربستان څخه سلفي نظريات او وهابي مذهب هم د افريقا لويي وچې ته انتقالوي.

خيرات، زکات او افراطي کول

له لسيزو راهيسې د افريقايي او عربي دولتونو ترمنځ ژورې اقتصادي او مذهبي اړيکي شته. د تيلو او گازو د صادراتو له لارې د لاسته راړول شويو عايداتو له لوړيدو سره د ساحل په حوزه کې د عربي هیوادونو په ځانگړي ډول د سعودي عربستان مداخله هم زياته شوه. سعودي حکومت او شخصي سپانسران په مالي، سېنېگال او د ناجيريا په څير هيوادونو کې د مذهبي ټولنو مالي ملاتړ کوي.

دوی دې مرستې ته د خپل مذهبي مکلفيت په سترگه گوري. خو د دوی دا مرسته، زکات يا خيرات له شرطونو سره تړلې ده: یعني دا چې سېنېگالي امامان بايد په سعودي عربستان کې وروزل شي څو په خپل هيواد کې د اسلام خورا محافظه پاله بڼه تدريس کړي.

Afrika Moschee in Nouakchott Mauretanien
په موريتانيا کې يو جومات چې د سعودي په مالي مرسته جوړ شویانځور: imago/robertharding

ندايي وايي: «ځيني چې بيرته راشي نو دومره تندلاري شوي وي چې خپلې ميندې او پلرونه يې هم بیرته نه پيژني.»

د ساحل د ساحې ډير اوسيدونکي د صوفي مسلک پيرويان دي کوم چې د سعودي له خوا غير اسلامي بلل کيږي او په بت پرستۍ او ارتداد پورې یې تړي. وسله والې ډلې لکه الشباب، ای کيوايم کيو او بوکو حرام د وهابي او سلفي نظرياتو پلويان او عملي کونکي دي.

ندايي له دويچه ويله سره په مرکه کې وويل چې د يوه ليد لوري نه درلودل او د ځوانانو د بې کارۍ لوړه کچه سلفيانو ته د دوی زکات او خيرات کار ډير اسان کړی دی. زياتره وخت د مسجدونو له خوا په وړيا توگه ډوډۍ او څښاک ويشل کيږي.

سعودي عربستان غواړي لا ليبرال شي

خو د هامبورگ د «German institute of Global and Area Studies» څخه د سعودي عربستان د چارو کارپوه ينس هايباخ له نظره د دوی هدف يوازې تبليغ نه دی. دی زياتوي: «دلته د مثال په توگه د خوراکي توکو د تضمين منطقي اړخ هم مطرح دی.»

دی وايي: «دوی افریقا د پانگونې او د سعودي عربستان د توليداتو له پاره د يوه باراز په توگه کشف کړې او هڅه کوي د دې لارې په دغه شاهي سلطنت کې اقتصادي او سیاسي بنسټونه اصلاح کړي او د دې له پاره افريقا ډيره مهمه ده.»

Saudi Arabien Kronprinz Mohammed bin Salman
وليعهد محمد بن سلمانانځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine

ځکه د تيلو د بيو له ټيټيدو سره د سعودي عربستان په بودجه کې کثر مخ پر زياتيدو دی او اړينه ده چې دغه هيواد د عايداتو نورې سرچينې هم ولري.

لږ موده دمخه د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان په رياض کې په يوه اقتصادي فورم کې د دغه سلطنت د لا معتدله کوله ژمنه وکړه. ده وويل: «موږ هغه څه ته ورگرځو چې پخوا وو، د معتد اسلام يو هيواد ته چې ټولو مذهبونو او نړۍ ته پرانستی دی.»

آيا په افريقا کې به هم تگلاره بدلون ومومي؟

خو دا چې د دې معتدل اسلام شکل به څنگه وي، وليعهد سلمان دا تر اوسه روښانه کړې نه ده. هايباخ وايي چې لومړی بايد په دغه شاهي مملکت کې افراطي محافظه پال ټولنیز جوړښتونه سره وپاشل شي. دی وايي چې په ځانگړي توگه ښوونکي او د پوهنتونو استادان يوه لوی چيلنچ دی. هايباخ زياتوي: «د دوی مغز، فکرونه او روزنه سړی په يو څو ورځو او يا مياشتو کې نه شي بدلولای.»

هایباخ ډاډه نه دی چې گني د سعودي عربستان په يوه معتدل هيواد د بدلولو اعلان به په افریقا کې مخ پر وړاندې روان افراطيت ودروي. ځکه ډير سعودي سپانسران خپله تندلارې اجنډا تعقيبوي. د هايباخ له نظره که څه هم چې د سعودي حکومت د ترهگریزو سازمانونو د حاميانو او تمويلونکو پر ضد جگړه اعلان کړې، خو د افراطيت د خپريدو مخنيوی مشکل کار دی هغه هم په داسې حال کې چې دا د نغدو پيسو په شکل کې وي.

زموږ له ارشيف څخه: