1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلو کي د طالبانو او کابل د استازو خبري

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ خرداد ۱۴, پنجشنبه

د ناروې د بهرینو چارو وزارت ویلي دي چې د افغان طالبانو استازي اوس په ناروې کې دي، څو د افغانستان د ټولني له استازو سره غیري رسمي خبري وکړي. تر دې دمخه په قطر کې د طالبانو او یو شمیر بانفوذه افغانانو تر منځ خبري شوې وې.

https://p.dw.com/p/1FboK
انځور: Fotolia/nanisimova

د افغان او ناروېږي رسنیو په حواله په ناروې کې ترسره کیدونکې غیر رسمې خبري اترې به د ښځو د حقونو پر سر تمرکز وکړي. د ناروي د بهرنیو چارو وزارت ویاند فرود اندیرسون، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ دا خبره تائیدولای شو چې ناروې د یو شمیر داسې افغانانو تر منځ د خبرو اترو کوربه ده چې بېلابېلي سیاسي سابقې لري. په دغو کې د طالبانو غړي او ښځې هم شاملي دي.»

اندیرسون زیاته کړې ده: «ټول ګډونوال په دغې ناسته کې له خپل شخصي موقفه ګډون کوي او د کوم ګوند یا اړخ استازيتوب نه کوي. هغوی خپل شخصي نظرونه شریکوي. بحثونه کوم رسمي موقف نه لري او دا مذاکرات نه دي.»

که څه هم افغان حکومت تل پر طالبانو باندي غږ کړی دی چې د سولي په رسمي خبرو اترو کې ونډه واخلي، خو دغي ډلي تر اوسه پوري په کوم رسمې بهیر کې ګډون نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې غیر رسمې خبري اترې بیا د طالبانو او افغان ټولني د استازو او خپلواکو شخصیتونو ترمنځ شوي ده. تیره میاشت دغه شان خبري د قطر په الخور ښار کې وشوې. په هغه غونډه کې طالبانو د نجونو د زده کړو د ملاتړ خبره وکړه.

تر دې دمخه د ناروي په ګډون په څو هیوادونو کې د طالبانو له غړو سره غیري رسمي خبري شوي دي خو یو شمیر افغان رسنیو خبر ورکړی دی چې دا وار د افغان استازي ډېر غړي ښځي دي.

د افغانستان سیمه ییز تلویزیون 1TV ویلي دي چې ناروې ته په تلو نکې استازي کې د افغانستان د سولې د عالي شورا دوې غړې هوا عالم نورستانۍ او صدیقه بلخي او د پارلمان دوې غړي فوزیه کوفي او شکریه بارکزۍ شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولي عالي شورا له دغو خبرو اترو ځان ګوښه کړی دی. د دې شورا غړي اسماعین قاسمیار د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ په ناروې کې د ترسره کیدونکي غونډي په اړه معلومات نه لرو.»

کوفي او نورستانۍ اوس تر هیواده دباندي دي او د هغوی کارکوونکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دواړي اوس په ناروې کې دي.

د ښځو د حقونو فعالان وایي چې له وروستیو خبرو اترو څخه روښانه شوې ده چې اوس طالبان د ښځو په اړه څه ډول دریځ لري. طالبانو د خپلي واکمنۍ پر مهال ښځو ته د کار کولو او زده کړي اجازه نه ورکوله.

د ناروېږي رسنیو خبر ورکړی دی چې دغه خبري اترې به په اسلو کې ترسره شي او د جمعې په ورځ به پای ته ورسیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل