1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلام آباد کې د آسیا زړه کنفرانس پرانیستل شو

۱۳۹۴ آذر ۱۷, سه‌شنبه

د آسیا زړه کنفرانس چې موخه یې د افغانستان له سولي پروسې سره مرسته ده، د سه شنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې پرانیستل شو. په دغه غونډه کې پر افغان ولسمشر سربیره د یو شمیر نورو هیوادونو مشران هم گډون کړی.

https://p.dw.com/p/1HJ4n
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

د «آسیا زړه کنفرانس» د آسیایي او نورو هیوادونو کلنۍ غونډه ده چې دا وار د طالبانو او افغان حکومت له خبرو اترو څو میاشتې وروسته تر سره کیږي. رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغان چارواکي د سخت دریځۍ پر وړاندي چې ټولي نړۍ ته گواښ دی د عاجل غبرگون غوښتنه کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي، دغې غونډي ته وویل: «د سیمي او نړۍ په مختلفو برخو کې د داعش په گډون د تروریستي فعالیتونو څپه یووار بیا موږ ته د دغه گواښ زور او وحشت را په یادوي چې نننۍ بشري ټولنه ورسره لاس او گرېوان ده او اړینه ده چې د دغه شیطاني پدیدې پرضد یو واحد دریځ غوره کړل شي.»

اټکل کیږي چې دغه دوه ورځنۍ غونډه به د انرژۍ، زیربنا او د پانگوني معاملو ته متمرکزه وي، څو له افغانستان سره د شوو ژمنو ملاتړ وکړي.

افغان طالبانو او افغان حکومت د روان میلادي کال په جولای میاشت کې په پاکستان کې لومړۍ مقدماتي خبري اتري وکړې، خو دغه خبري اترې وروستې له هغې وځنډیدې چې په ناڅاپي توگه د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړیني خبر خپور شو.

رویټرز خبري آژانس په خپل تفصیلي رپوټ کې لیکلي دي چې د ملا عمر د مړیني خبر د طالبانو د پاشل کیدو سبب وگرځید چې د سولي د خبرو اترو هیلې یې نوري هم تر خاورو لاندي کړې.

تیره اوونۍ د طالبانو د اصلي څانگي د مشر ملا اختر منصور، ټپي کیدو یا احتمالي وژل کیدو رپوټ ورکړل شو. په تیرو ورځو کې د ملا اخترمحمد منصور ته منسوب یو غږیز پیغام خپور شو، خو ځیني طالبان د هغې کره والی تر پوښتني لاندي راولي.

«نا اعلان شوې جگړه»

د رویټزر د رپوټ له مخې په پام کې ده چې افغان ولسمشر د کنفرانس په دوهمه ورځ په دغه غونډه کې گډون وکړي. په اگست میاشت کې په کابل کې تر بمي چاودنو وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ د ښو اړیکو هیلې په بیړه له منځه ولاړي چې افغان ولسمشر یې پیل کړی وو.

د رویټرز په خبره د افغان ولسمشر اشرف غني د سیاسي مخالفینو په گډون ډیر افغانان پر پاکستان باندي د طالبانو د ملاتړ تور پوري کوي. خو پاکستان د هغو یاغیانو چې د افغان حکومت پر ضد جنگیږي د ملاتړ تورونه ردوي او وایي چې پر لویدیځه پوله یو سوله ییز گاونډی غواړي.

د دوشنبې په ورځ افغان ولسمشر وویل چې افغانستان او پاکستان له ۱۴ کلونو راهیسې «نا اعلان شوې جگړه» پر مخ بیایي.

دواړه هیوادونه یو پر بل باندي د پولې هاغې غاړې ته د نیابتي ځواکونو په توگه د یاغیانو د ملاتړ تورونه لگوي.

د دغې غونډي یو مثب ټکی دا دی چې په پام کې ده د هند د بهرنیو چارو وزیره شسما سوراج، به هم په دغه غونډه کې گډون وکړي.

دا له ۲۰۱۲م کال راهيسي پاکستان ته د يوه هندی چارواکي لومړی سفر دی. دغه سفر دا هیلي راپيدا کړي دي چې ښایي د دواړو سیالانو چې د اتومي وسلو خاوندان هم دي، تر منځ په اړیکو کې ښه والی راشي.

پاکستان، داسې شک کوي چې گني هند په افغانستان کې خپل نفوذ پراخوي. خو هند او افغانستان بيا وایي چې پاکستان د افغان یاغیانو ملاتړ کوي، څو هلته خپل نفوذ ولري.