1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسرائيل کي د يوې مذهبي فرقې مشر له ۵۰ ښځو سره نيول سوی

۱۳۹۸ دی ۲۴, سه‌شنبه

د اسرائيل پوليسو ويلي دي چي داسي يو سړی يي نيولی دی چي د بيت المقدس په مرکز کي په يوه ودانۍ کي له پنځوسو ښځو سره اوسيدی. هغه به دغه ښځي بيلابيلو کارونو ته مجبورولې.

https://p.dw.com/p/3WACT
Israel Jerusalem Panorama
انځور: Reuters/R. Zvulun

پوليسو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چي دغه شاوخوا ۶۰ کلن سړي، نوموړي ښځي له کلونو راهيسي د غلامانو په توگه ساتلي وې. هغوی بايد داسي کارونه کړي وای چي ده اجازه ورکوله.

له هغه سره اته تنې داسي ښځي هم نيول سوي دي چي په دې کار کې يې مرسته ورسره کوله.

د «ynet» خبرپاڼې د رپوټ له مخي دغه سړی يو يهودی رابي وو او نيول سوې ډله يوه سخت دريځه يهودي مذهبي فرقه وه. د نيول سوو ښځو په ډله کي د هغه ميرمن هم شامله ده.

د «ynet» په حواله نوموړو ښځو پوليسو ته ويلي دي چي دغه سړي د هغه په اړه د تورونو په هکله ويلي دي چي هيڅوک به باور ورباندي ونه کړي چي دا هر څه حقيقت لري.

د پوليسو له خوا په خپره سوې ويديو کي تاريکي او کوچنۍ خوني ليدل کيږي چي پکښي پلاستيکي المارۍ او درې منزله چپرکټونه په تنگ ځاي کي ولاړ دي.

د پوليسو په حواله چارواکو مخکي له دې معلومات ترلاسه کړي ول او پټي پلټني يي پيل کړي وې.

هغوي داسي ثبوتونه درلودل چي دغه سړي د فرقې د مشر په توگه فعاليت کاوه. نوموړي ښځي له خپلو کورنيو او ټولني څخه ليري ساتل سوي وې.

همدارنگه په دغه ودانۍ کي پنځه کلن ماشومان هم په بشپړ منزوي ډول ساتل سوي ول.

پوليس زياتوي چي دغه ښځي به ډول ډول کارونو ته مجبوره کيدې او د پيسو گټه به يي په مستقيم ډول نوموړي سړي ته ورتله.