1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په استرالیا کې یو افغان په ۹ کاله بند محکوم شو

۱۳۹۷ آذر ۱, پنجشنبه

په استرالیا کې یو افغان د انساني قاچاق په جرم په ۹ کاله بند محکوم شوی دی. دغه کس په اندونیزیا کې تر نیول کیدو وروسته استرالیا ته سپارل شوی دی. د دغه کس محاکمې ۶۱ ورځې دوام وکړ او په پای کې مجرم ؤ پيژندل شو.

https://p.dw.com/p/38ixO
Manus Island Migration Aufnahmelager
انځور: picture-alliance/dpa/E. Blackwell

د آلمان خبري آژآنس «ډي پي ای» لیکي دي چې دغه کس احمد ضیا علیزاده نوميږي او ۳۴ کلن دی. نوموړی د ۲۰۰۹ م کال له فبرورۍ څخه تر۲۰۱۰م کاله پوري په کښتۍ کې استراليا ته د ۱۳کسان په قاچاق کې په لاس لرلو تورن شوی دی.

نوموړی د ۲۰۱۷م کال په جولای میاشت کې د انډونیزیا د حکومت له خوا استرالیا ته سپارل شوی وو. هغه څلور کاله په انډونیزیا او د استرالیا هیواد په پرت ښار کې د زندان د پنجرو تر شا تیر کړي دي.

علیزاده هڅه کړې وه چې یوه انساني قاچاقبر ته د پيسو د ورکړې په بدل کې ځان استرالیا ته ورسوي، خو په دې کار بریالی نه شو او ونیول شو. وروسته هغه له مهاجرو سره د قاچاقبرانو د ارتباطي کس په توګه کار پیل کړ او پناه غوښتونکي به یې استرالیا ته لیږل.

د اسوشیټډ پرس خبري آژانس استرالیایې څانګې رپوټ ورکړی دی چې قاضي لاورې لوی، د محکمې په جریان کې د تورن کس په مخاطب کولو سره وویل: «زه ستا سره هیڅ نه شم کولی، ځکه ته اوس له یوه مسافر څخه په داسي کس بدل شوی يې چې قاچاق ته سهولت رامنځته کوې».

په ۲۰۱۱م کال کې مخکې تر دې چې علیزاده تورن شي، د استرالیا حکومت ده ته پناهندګۍ ورکړې وه او ټاکل شوې وه په رسمي ډول یې دغه هیواد ته ور وغواړي. چارواکو ویلي دي چې ممکن هغه د راتلونکي کال په اکتوبر میاشت کې وبخښل شي، خو د دې احتمال هم شته چې بیرته افغانستان ته اخراج شي له کوم ځایه چې هغه په ۲۰۰۸م کال کي وتلی وو.

د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیتر داتون ویلي دي چې انساني قاچاقبران به په پریکړنده ډول تعقيبوي او ډاډ ورکوي چې دوی به ونیول شي او محکمې ته به یې وړاندې کړي.