1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپايي ټولنه کې د افغانانو د پناه غوښتنه ډېره شوې

۱۴۰۰ بهمن ۸, جمعه

اروپايي ټولنې ته د راتلونکو پناه غوښتونکو شمېر په تېره بيا د افغانستان، سوریې او عراق څخه د تښتېدلو انسانانو له کبله ډېر لوړ دی. په نوامبر مياشت کې اروپايي ټولنه په ځانګړي توګه د افغان پناه غوښتونکو د لوړ شمیر شاهده وه.

https://p.dw.com/p/46EFJ
Flüchtlinge Erstaufnahmeeinrichtung Eisenhüttenstadt
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې آژانس «EUAA»  په حواله په نوامبر مياشت کې د اروپايي ټولنې په هېوادونو او همدا راز په ناروې او سویس کې ۷۱ زره ۴۰۰ د پناه غوښتنليکونه وړاندي شوي دي. دا د اکتوبر مياشت په پرتله ۹ سلنه ډېرښت ښيي او د ۲۰۱۶م کال د مهاجرت بحران راهيسې دويم لوړ شمير دی.

زياته شوې چې په نوامبر مياشت کې افغانان د کابو ۱۳ زره غوښتنليکونو سره د دې پناه غوښتونکو ستره برخه جوړوي. ورپسې د سوريي دي چې کابو ۱۱ زره او ۵۰۰ تنو د پناه غوښتنې عريضې وړاندې کړي دي.

په آلمان کې بيا د پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی

څه نا څه ۴ زره او ۳۰۰ عراقيانو هم په نوامبر مياشت کې د پناه غوښتنه کړې ده چې دا د اکتوبر مياشتې په پرتله يو پر دريمه برخه ډېروالی ښيي. همدا راز د پاکستان، وينزويله او کولمبيا څخه د راتلونکو پناه غوښتونکو په شمیر کې هم د پام وړ زياتوالی ليدل شوی دی.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې آژانس په حواله له ۲۰۱۶م کال راهيسې دا دويم ځل دی چې افغانانو تر ټولو ډېر د پناه غوښتنې عريضې وړاندي کړې دي. يوازې په سپتمبر میاشت کې يعني واک ته د طالبانو تر رسېدو لږ وروسته د افغانانو له خوا د پناه د غوښتنليکونو شمير ډېر لوړ وو او کابو دې شمير ته رسېده.

په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د امريکا او متحدينو د ځواکونو له ګډوډۍ ډکې انخلا وروسته د خلکو يو سېلاب وليدل شو چې د تعقيبيدو او جبر له ويرې يې تېښې ته مخه کړه. له هغه وخت راهيسې د افغانستان اقتصاد سخت زيانمن شوی او په میليونو افغانان بې ځایه شوي دي.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې آژانس د معلوماتو په حواله د هغو له ډلې څخه چې په نوامبر مياشت کې يې د پناه غوښتنه کړې ده، ۵ سلنه یې بې سرپرسته ماشومان دي چې نيمايي يې افغانان دي.

آلمانان د افغان مهاجرو د منلو په برخه کې سره ویشل شوي

خو تر اوسه له دغو ټولو غوښتنليکونو څخه یې ډېر لږ بررسي شوي دي. د نوامبر تر پای پورې لا ۴۳۱ زره قضيې يوازې لومړۍ پريکړې ته په انتظار وې.

په عمومي توګه له هرو څلورو څخه یې درې غوښتنليکونو مثبت ځواب تر لاسه کړی دی، خو دا شميرې متفاوتې دي په سلو کې کابو ۹۲ سلنه افغانانو مثبت ځواب ترلاسه کړی دی.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې آژانس (EUAA) د غړيو هيوادونو او همدا راز د ناروې او سويس د پناه غوښتنې ارقام راټولوي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه: