1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

په اروپايي اتحادیه کې د عمر د اوږودوالي شاخص یو کال کم شوی

۱۴۰۱ آذر ۱۶, چهارشنبه

کرونا د ډېرو خلکو پر رواني او فزیکي روغتیا د پام وړ اغېزه کړې. په اروپا کې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان له خوا د یوې څېړنې له مخې د اروپايي اتحادیې د اتباعو د ژوند د اوږودوالي اټکل د پام وړ کم شوی دی.

https://p.dw.com/p/4KcIE
Deutschland Senioren
انځور: Imago/epd

.په اروپا کې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان له خوا د یوې څېړنې له مخې د اروپايي اتحادیې د اتباعو د ژوند د اوږودوالي اټکل د پام وړ کم شوی دی.

دا راپور وايي چې له کرونا څخه په دوو کلونو کې په ځانګړې توګه ماشومان او تنکي ځوانان تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.

په آلمان کې له۱۱ څخه تر ۱۷ کلونو پورې د ماشومانو او تنکي ځوانانو پرتلنه چې د ویرې نخښې لري له ۱۵ سلني څخه چې په ۲۰۲۰م کال کي وه د ۲۰۲۱م کال په جنوري کې ۳۰ سلني ته لوړي شوې ده. دغه سازمان په خپل راپور کې زیاتوي چې په دې موده کې د رواني ټولنیزو مرستو خدمتونه لوړې کچې ته رسېدلي، ځکه چې غوښتنه یې په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

په بشري سرچینو او ډیجیتل کولو کې پانګونه

کرونا د اروپا د روغتیا سیستمونو کمزورتیا نوره هم څرګند ه کړي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې له کلونو راهیسې د تمویل له کمښت سره مخ دي.

د اروپا د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان د راپور له مخې، آلمان په دې برخه کې په نسبي ډول ښه فعالیت کړی دی. په هرحال، د پام وړ پانګونه باید وشي، په ځانګړې توګه د پرسونل په زياتولو او روغتیا سکتور په ډیجیټل کولو کې. سربیره پردې، د مخنیوي له پاره کافي بودیجه نه ده لګول شوې.

دا څېړنه د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱م کلونو تر منځ نږدې ټولو اروپايي هیوادونو کې د روغتیا پالني له پاره په لګښتونو کې د زیاتوالي راپور ورکوي.

د راپور له مخې په ۲۰۲۰م کال کې په آلمان کې په سړي سر روغتیايي لګښتونو کې نږدې پنځه سلنه زیاتوالی راغلی دی چې په تیرو لسو کلونو کې د ودې لوړه کچه ده. په ۲۰۲۱م کال کې د روغتیا پالني لګښتونه اټکل کیږي چې نږدې درې سلنه زیاتوالی ومومي.

د دې معلوماتو په حواله، د آلمان په ناخالص کورني تولید کې د روغتیايې لګښتونو ونډه په ۲۰۱۹م کال کي له ۱۱،۷ سلني څخه په ۲۰۲۰م کال کې ۱۲،۸سلني ته لوړه شوې ده. دا د اروپايي اتحادیې د هیوادونو ترمنځ د روغتیايې لګښتونو تر ټولو لوړ تناسب دی.