1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپايي اتحاديه کې د اوکراين د غړيتوب ملاتړ

۱۴۰۰ اسفند ۹, دوشنبه

د اروپايي ټولني کمېسيون مشرې اورزولا فون دير لاین، په «اوږدمهاله کې» په اروپايي اتحاديه کې د اوکراين د ورګډیدو ملاتړ کړی دی. هغې د یورو نیوز خبریال په ځواب کې ويلي دي: «هغوی زموږ دي او موږ غواړو هغوی په اتحاديه کې ولرو.»

https://p.dw.com/p/47hdS
Brüssel EU I Ursula von der Leyen verkündet neue Sanktionen gegen Russland
انځور: Stephanie Lecocq/Pool via REUTERS

د اروپايي اتحاديې کمېسیون مشرې، اورزولا فون دير لاین، د يکشنبې په ورځ (د فبروري ۲۷مه) په یو خبري کنفرانس کې «په اوږدمهاله کې په اروپايي اتحاديه کې د اوکراین له ورګډیدو څخه» ملاتړ وکړ.

هغې چې د یورو نیوز خبري شبکې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې خبرې کولې، د اروپايي اتحاديې او اوکراین تر منځ پر همکاريو باندې يې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې اوکراین په اوږدمهاله کې د اروپايي اتحاديې يوه برخه ده. هغې وويل: «هغوی زموږ دي او موږ غواړو هغوی په اتحادیه کې ولرو.»

د اوکراين ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي هم د يکشنبې په شپه له فون دیر لاين سره د ټيلفوني اړيکې له درلودولو څخه خبر ورکړ. زيلنسکي پر خپل ټويټر، د دغو ټيلفوني خبرو محورونه، د اوکراين د دفاعي توان د تقويې، لويو مالي مرستو او په اروپايي اتحاديه کې د اوکراين د غړيتوب په اړه مشخص تصمیمونه ښودلي دي.  

زيلنسکي لا وړاندې د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۶مه) په يوه ټويټ کې په اروپايي اتحاديه کې د اوکراین د ژر تر ژره يو ځای کیدو پر تصمیم ټينګار کړی وو. هغه لیکلي ول: «دا یوه حیاتي شيبه ده تر څو مو په يو ځل د تل له پاره اوږدمهاله مذاکرات پای ته رسولي او په اروپايي اتحاديه کې د اوکراين د غړيتوب په اړه تصمیم ونیسو.»

اوکراین له مودو راهیسې په اروپايي اتحاديه کې د يو ځای کېدو له پاره هڅې کوي. په اروپايي اتحاديه کې د اوکراين د ورګډیدو هدف، له ۲۰۱۹م کال راهيسې د دغه هیواد په اساسي قانون کې هم ثبت شوی دی.