1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په اروپا کې د کرونا ویروس چټک خپریدو اندېښنې زياتي کړي

۱۳۹۸ اسفند ۶, سه‌شنبه

کرونا ویروس د ایټالیا په ځنو برخو کې خپور شوی او په چټکې سره د دې ویروس خپریدنې اروپا اندیښمنه کړې. د مرکزي اروپایې هیوادونو د روغتیا وزیران له کرونا ویروس سره د مقابلې د تګلارې په هکله په ایټاليا کې غونډه کوي.

https://p.dw.com/p/3YMbx
Italien Coronavirus Casalpusterlengo
انځور: picture-alliance/Zumapress/C. Furlan

ایټالوي چارواکو د کرونا ویروس د چټکې خپریدنې په پام کې نیولو سره د آلمان په ګډون خپل ګاونډي هیوادونه د سلا مشورو له پاره وربللي دي.

ټاکل شوې ده چې د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې ۲۵ نیټه) به دغه وزیران د ایټاليا په پلازمينه روم کې سره وويني. د آلمان د روغتیا وزیر ینس شپان او د هغه فرانسوي، سلوانیایې، سویسي او اتریشي سیالان به هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

د ایټالیوي چارواکو په حواله د دوشنبې تر ماښامه پورې د دې هیواد لږ تر لږه اوو تنو چې د کرونا په ویروس اخته ول خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. دوی ټولو مخکې تر دې هم ناروغي درلوده.

د ایټالیا پر شدیدو اقداماتو سربیره هم د هغو له جملې څخه د سیمو قرنطين کول، په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمیر تر۲۲۰ هم تیرې کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په شپه په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۱۵۰ اعلان شوی.

د ایټالیا د حفاظت عمومي ادارې مشر انجلو بورلي، په حواله پر دې ویروس د تر ۲۵ ډیرو اخته کسانو وضعیت د اندیښنې وړ دی.

Jens Spahn
د آلمان د روغتیایې چارو وزیر ینس شپانانځور: picture-alliance/dpa/G. Fischer

ایټالیا په اوس وخت کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو د شمیر له پلوه په اروپا کې لومړی مقام لري. د لومباردي ایالت ډیرې سیمې په بشپړ ډول قرنطين شوي دي او امنیتي ځواکونه دغو سیمو ته د خلکو تګ راتګ په سختۍ سره کنترولوي.

په آلمان کې هم د کرونا ویروس د خپرید په اړه انديښنې ډیرې شوي دي. د آلمان د روغتیا وزیر ینس شپان ویلي دي چې جغرافیاوي پولې د کرونا ویروس مخه نه نیسي او په عملي توګه باید ټولې تګلارې ؤ ارزول شي.

شپان، د ښارونو د قرنطين کولو په اړه وویل، چې د لویو مراسمو له لغوه کولو څخه نیولې بیا په بشپړ ډول د ښارونو د قرنطين کولو په څیر تګلارې به د روم په غونډه کې ؤ ارزول شي.

په چټکۍ سره د کرونا ویروس خپریدنې د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان (WHO) هم اندیښمن کړی دی. نوموړي سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د ) ۱۹ (Covid- ناروغۍ له «احتمالي عامیدنې» سره د مقابلې له پاره تیاری ونیسې، چې د کرونا ویروس له امله رامنځته کیږي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز