1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د کرونا په پلمه له بشري حقونو څخه سرغړونه

۱۳۹۹ فروردین ۲۸, پنجشنبه

د بخښني نړیوال سازمان په ځینو اروپايي هیوادونو کي له کرونا سره د مبارزې په پلمه د هغوی د اتباعو له حقوقو څخه د سرغړوني په هکله خبرداری ورکړی. دغه سازمان وايي چي خصوصأ بیا په هنګري او پولند کي دغه موضوع د اندیښنې وړ ده.

https://p.dw.com/p/3b0Ji
Ungarn | Coronavirus | Lockdown
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Krizsan

له کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر د نړۍ په ټولو هیوادونو کي پر خلګو باندي د هغوی په اجتماعي ژوندانه کي ډیر محدودیتونه تحمیل سوي دي.

د بخښني نړيوال سازمان خبرداری ورکوي چي دغه بندیزونه په اروپايي هیوادونو کي د خلګو د اساسي حقونو د تر پښو لاندي کیدو سبب سوي دي.

د بشري حقونو دغه سازمان د مرکزي آسیا او اروپايي هیوادونو د وضعيت په هکله د خپل کلني رپوټ د نشریدو په مناسبت ویلي دي چي په ځینو هیوادونو کي د اتباعو اساسي حقونه بې له هغه محدود ول او اوس د کرونا تر سیوري لاندي لا پسي شدید سوي دي.

د جرمني خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ د بخښني نړيوال سازمان د آلمانۍ څانګي آمر، مارکوس بکو له خولې لیکلي: «د بشري حقونو ساتنه، په تیره بیا په دنیا کي د سخت بحران لکه کرونا پر وخت، لا ډیر اهمیت پیدا کوي.«

له خطر سره مخامخو قشرونو د ساتني اړتیا

Amnesty International Protest Wahlen in Malin 2013
د بخښني نړيوال سازمان وايي دغو بندیزونه سره په اروپايي هیوادونو کې د خلګو اساسي حقونه تر پښو لاندي سوي ديانځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

مارکوس وايي چي په دا ډول شرایطو کي تر خطرلاندي قشرونو لکه بې کوره کسانو او پناه غوښتونکو ساتنه باید د حکومت له خوا وضع سوو قوانینو پراساس ترسره سي.

د بخښني نړيوال سازمان په نظر اکثره هغه تدابیر چي د کرونا ویروس پر وخت ترلاس لاندي نیول سوي، د عمومي سلامتیا له پاره ضروري دي. خو نوموړي سازمان په عین وخت کي خبرداری ورکوي چي ځیني دولتونه له دغه بحران څخه، د پر قانون ولاړ دولت د اساساتو د کمزوره کولو، تبعیض آمیزه اقداماتو، سرکوبه کولو او سانسور په خاطر سؤاستفاده کوي.

د دغه سازمان د ارزونو پراساس په ډیرو دغو پیښو کي، هغه کسان چي په عادي حالت کي هم منزوي او تبعیض ورسره کیږي، تر ټولو زیات له خطر سره مخامخ کیږي.

په هنګري کي د بشري حقونو د سرغړونو د پیښو ډیروالی

د نوموړي سازمان د اروپايي چارو کارپوهه یانینه اولمنزیک وايي چي، د هنګري حکومت د کرونا بحران بهانه کړی، تر څو د بشر د حقوقو او پر قانون ولاړ دولت پرضد مداخله شدیده کړي.

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان په دې تورن دی چی د کرونا بحران یې پلمه کړی، ترڅو ټوله قدرت او واک په خپل لاس کي واخلي.

Ungarn Ministerpräsident Orban im Parlament
د هنګري پر صدراعظم ویکتور اوربان باندې تورن دی چی غواړي د کرونا په پلمه ټوله واک او قدرت په خپل لاس کي واخليانځور: picture-alliance/AP/MTI/Z. Mathe

په هنګري کي اوس داسي یو قانون تصویب سوی چي له مخي یې د ویکتور اوربان حکومت ته اجازه ورکوي د یوه نامحدوده وخت له پاره، بې له د پارلمان له تصویب څخه خپلي فیصلې عملي کړي.

د ځینو بندیانو د آزادولو څخه د ترکیې ډډه کول

د یانینه اولمنزیک په خبره د ترکیې په ډیریو محبسونو کي بیروبار او د نظافت خرابو شرایطو ته په کتو سره د هغو آزادول یو پر ځای اقدام دی. خو په هغه کي ژورنالیستان، د بشر د حقوقو مدافعین او د اپوزیسیون سیاسي فعالان نه شاملیږي.

د بخښني نړيوال سازمان په عین وخت کي د کرونا بحران پر ضد د مبارزې په خاطر د ځینو اروپايي هیوادونو لکه جرمني تدابیر ستایلي او وایي چي په دغو هیوادونو کي تراوسه پوري، د کرونا پرضد مبارزې د ضرورتونو او د اتباعو د حقونو د محدودیت تر منځ ښه تعادل په نظر کي نیول سوی.

په آلمان کي د دغه سازمان رئیس په عین وخت کي ټینګار کوي چي د کرونا د بحران دوام ته په کتو سره، ددې اړتیا لیدل کیږي چي په کرار کرار سره داسي تدابیر هم رامنځته سي تر څو خلک وکولای سي له خپلو حقونو څخه، د اعتراضي غونډو د جوړولو او د خپلو سیاسي افکارو د آزادانه بیان په خاطر استفاده وکړي.

او له آرشيف څخه د افغانستان يو ويډيوي رپوټ:

په خوست کې د قرنطین سختې ورځې