په اروپا کي د ليدو وړ لس فيستيوالونه
د اروپايي هیوادونو یوازي تاریخي، کلتوري او طبيعي ښکلاوي نه دي چې هرکال بې شماره سیلانیان يې و لیدو ته راځي. هرکال په زرونو سیلانیان د مختلفو اروپایې هیوادونو د دوبني فیستیوالو د نندارۍ له پاره اروپا ته سفر کوي.
په آلمان کې د راک موسیقي
په آلمان کې د ترسره کیدونکو فیستیوالو نوملړ ډیر اوږد دی. یو تر ټولو مشهور فیستیوال چې په کولن ښار کې کیږي "Rock am Ring" نومیږي. دغه فیستیوال چې په آزاده فضاء کې تر شنه آسمان لاندي کیږي د موسیقۍ مينه وال پکښې د راک له موسیقۍ سره نڅا هم کوي. هرکال شاوخوا ۹۰ زره کسان په دې درې ورځني فیستیوال کې (د جون له اولې تر ۳ )ګډون کوي.
په ډنمارک کې د روسکیلد فیستیوال
د موسیقۍ مينه وال د روسکیلد فیستیوال هغه پروګرام بولي چې له زړه څخه سرچینه اخلي. دا فیستیوال په داوطلبانه ډول د موسیقۍ مينوال جوړوي او رسمي بنسټونه پکې ونډه نه لري. هغوی په ځانګړي توګه ځوان او مشهورو سندرغاړو ته بلنه ورکوي. د دغو هنرمندانو له جملې څخه کولی شو له First Aid Kit څخه (په پورته انځور کې)یادونه وکړو.
په سوئس کې د جاز مونتروکس فیستیوال
د Montreux موسیقۍ فستیوال د نړۍ د جاز موسیقۍ یو له مشهورو فیستیولونو څخه دی. سږکال دغه فیستیوال د ۵۲ ځل له پاره د جون میاشتې له ۲۹ څخه د جولای تر ۱۴ نیټې پورې د سويس په ژنيو ښار کې کیږي. د سږکال په خاصو میلمنو کې د مشهور فلمي ستوري جاني دپ په ګډون د هالیوډ ځنې فلمي ستوري هم شامل وي.
په هالنډ کې د شمال سمندر جاز فیستیوال
د نړۍ د جاز تر ټولو لوی فیستیوال د جون له ۱۳ څخه تر ۱۵ نیټې پورې په هالنډ کې دی. تر اوسه پورې د دغه فیستیوال ۷۵ زره ټکټونه مخکې له مخې پلورل شوي دي. روتردام ښار درې ورځې د نړۍ د مشهورو سندرغاړو او موسیقي غږونکو کوربه وي. (په انځور کې بریتانوي سندرغاړې امیل ساند لیدل کیږي. دغه انځور د ۲۰۱۵ م کال دی).
د ایټالیا په ورونا کې د اپرا فیستیول
آمفي تیاتر د ایتالیا په لرغوني ښار ورونا کې هرکال د اپرا فیستیوال د اجرا کیدو ځای دی. په دې ځای کې د مشهور ایټالوي موسیقي پوه «جوزپه وردي» د اپرا اثر اجرا په نړیواله کچه د دې تیاتر د مشهوره کیدو سبب شوی دی. سږنې فیستیوال به د جون میاشتې له ۲۲ څخه د سپټمبر تر لومړۍ نیټې پورې دوام وکړي.
په بریتانیا کې د پرومس فیستیوال
هر کال په جون میاشت کې د پرومس په نوم د کنسرتونو یوه لړۍ په لندن ښار کې ترسره کیږي. دا فیستیوال د نړۍ د کالاسیکي موسیقۍ تر ټولو لوی فیستیوال دی. د ډیر محبوبیت له کبله د دې فیستیوال ټکټونه هم مخکې له مخکې پلورل شوي وي. له همدې امله د دې فیستیوال ډیر کنسرتونه د لندن په «هاید پارک» کې ترسره کیږي.
د آلمان په شلسویګ- هولشټاین کې د کلاسیکي موسیقۍ فیستیوال
هرکال د جون له ۳۰ د اګست تر ۲۶ نیټې پورې د آلمان د شلسویګ- هولشټاین ښار د کلاسیکې موسیقۍ د مينه والو کوربه وي. په ډیرو پارکونو، پخوانیو قصرونو، شنو چمنونو او آزاده فضاء کې د اونۍ په پاي کې ډول ډول کنسرتونه اجرا کیږي.
د "فت دو لا موزیک" نړیوال فیستیوال
په ټوله نړۍ کې وړیا موسیقي دا د Fete de la Musique فیستیوال شعار دی. دا فیستیوال د جون پر ۲۱ د نړۍ تر ۵۰۰ ډيرو ښارونو کې کیږي. په دې ورځ مسلکي او غیر مسلکي سندرغاړي په عامه ځایونو او پارکونو کې وړیا کنسرتونه اجرا کوي. د دا ډول کنسرت د اجرا کولو مفکوره له پاريس څخه پیل شوې وه.
په آلمان کې مورس فیستیوال
د جاز موسیقۍ مينه وال هرکال کولای شي د پخواني لویديځ آلمان په صنعتي ناحیه مورس کې د یو لوی فیستیوال شاهد اوسي. له ۴۰ کلونو راهیسې مورس ښار د موسیقۍ د مینه والو کوربه وي.
په بریتانیا کې د ګلاستونبري فیستيوال
د ګلاستونبري د موسیقۍ فیستیوال چې په آزاده فضا کې یو له تر ټولو لوی فیستیوالونو څخه شمارل کیږي، هر کال بی شمیره خلک ځانته را جلبوي. د جون میاشتې په ورستۍ اونۍ کې د شنبې او یکشنبې په ورځو کې دغه فیستیوال اجرا کیږي. په ۱۹۷۰م کال کې د لومړي ځل له پاره ۱۵۰۰ کسانو په ګلاستونبري ښار کې له موسیقۍ څخه خوند واخیست. له بده مرغه دغه فیستيوال د ۲۰۱۸ م کال پروګرام لغوه شوی دی.