1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کي د امريکايي وسلو په اړه د روسيې غبرگون

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

روسیې د امریکا هغه طرحه چې پر اساس یې غواړي د ناتو په هغو غړو هیوادونو کې چې له روسیې سره گډه پوله لري درنې وسلې ځای پرځای کړي، تر سړی جگړی وروسته د «امریکا یو ډېر لمسوونکی» گام بللې.

https://p.dw.com/p/1Fhle
انځور: AFP/Getty Images/I. Znotins

د روسیې د دفاع وزارت یوه لوی چارواکي جنرال یوري یاکوبوف له انترفکس خبري آژانس سره په مرکه کې اعلان کړی دی چې له روسیې سره په سرحد د لا زیاتو امریکایې عسکرو او تجهیزاتو ځای پرځای کول به تر سړی جگړی وروسته د امریکا تر ټولو سخت تحریک کوونکی عمل وي او دغه عمل به بی ځوابه پاتی نه شي.

یاکوبوف دغه څرگندوني د امريکا د دفاع وزارت د هغې پریکړي په غبرگون کي کړي دي چې غواړي د ختیځي اروپا هیوادونو ته درنې وسلې واستوي او د بالتیک حوزې په درو هیوادونو استوانیا، لاتويا او لیتوانیا کې تر۵۰۰۰ ډیر عسکر ځای پرځای کړي.

یاکوبوف ټینگار وکړ چې که چیري امریکا متحد ایالات خپله دغه طرحه عملي کړي، نو روسیه به بې له دې چې په لویدیځو سرحدونو کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي، بله لار ونه لري.

د روسیې دغه چارواکي د احتمالي اقدام په هکله وویل چې روسیه به د«سکندر» په نوم ډېر توغندي په ډیري چټکۍ سره د کالینینگراد سیمې ته واستوي او په سپينه روسيه کې به خپل پوځي حضور پیاوړی کړي.

د کالینینگراد سیمه د روسیې له خاوري څخه جلا ده چې د لیتوانیا، پولنډ او بالتیک سمندر په وسیله احاطه شوې ده.

همدارنگه یاکوبوف د روسیې رسمي خبري آژانس ته ویلي دي: «په لویدیځو سرحدونو کې د خپلو پوځيانو د پياوړتيا په هر ډول اقدام کې زموږ لاسونه په بشپړ ډول خلاص دي او موږ به له ټولو امکاناتو څخه کار واخلو.»

همدارنگه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د پنټاگون د دې پریکړې په هکله د یوې بیانیې په خپرولو سره غبرگون ښودلی. د دغې بیانیې په ترڅ کې امریکا ته خبرداری ورکړل شوی دی، چې د امريکا له خوا دغه شان یو اقدام «دواړه هیوادونه پوځي زور ازمويني» ته هڅوي چې د یوې نوي سړې جگړې اور ته لمن وهي.

د امريکا د دفاع وزارت (پنټاگون) په داسي حال کې په ختیځه اروپا کې د لا زیاتو وسلو او ځواکونو د ځای پرځای کولو اراده لري چې د شمالي اتلانتیک په تړن (ناتو) کې د امریکا یو شمیر متحد هیوادونه هم له دغه اقدام سره مخالف دي.

د دغو متحدینو په اند روسیه به د امریکا د دغه اقدام په مقابل کې ورته غبرگون ښکاره کړي چې دا کار به په سیمه کې کړکېچ لا پیسې ډیر کړي.

مخکې تر دې د پولنډ د دفاع وزیر توماس سیمونیاک، د امریکا متحدو ایالاتو د سمندري ځواکونو له وزیر ری میبوس سره تر لیدني کتني وروسته اعلان وکړ چې پولنډ د امریکا د دغې پریکړي هرکلی کوي.

هغه زیاته کړه چې پولنډ په خپله خاوره کې د امریکا د دایمي حضور په هڅه کې دی. هغه په پولنډ کې د امریکايي ځواکونو دوامداره حضور د روسیې د قدرت طلبۍ او مداخلي څخه د دغه هیواد د ژغورلوني یوازنۍ لاره بولي.

په کریمیا کې د روسي تر پوځي حملې وروسته پولنډ د بالتیک حوزې هیوادونو تر څنگ څو واري په خپله خاوره کې د امریکايي ځواکونو د ځای پرځای کولو غوښتنه کړې ده. دغه هیوادونه د سړې جگړې پر مهال د«وارسا» تړون غړي ول.

که امریکا د بالتیک حوزې هیوادونو ته د تجهیزاتو او پلي نظامي ځواکونو د استولو طرحه عملي کړي، نو تر سړې جگړې وروسته به دا لومړی وار وي چې دغه دواړه هیوادونه یو له بل سره مخامخ کیږي. مخکې تر دې سپيني ماڼۍ اعلان کړی وو چې اوکراین ته به هیڅ ډول وسلې وا نه ستوي.