په اتریش کې یوه بله خونړۍ پېښه
۱۳۹۸ مهر ۲۳, سهشنبهځايي رسنیو د دوشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې دغه ۳۳ کلن افغان لومړی په «ولوویتز» کې د مهاجرو د ساتلو په یوه مرکز کې یو ۳۲ کلن کارکوونکی ټپي کړی دی.
دغه مرکز د چک هیواد پولې ته نزدې پروت دی. تر هغه وروسته بیا بریدګر یو ۶۳ کلن کس چې د مهاجرو د ساتلو کمپ ته نزدې په یوه کرونده کې په کار بوخت وو، په جړې وژلی او موټر يې ترې غلا کړی دی.
بریدګر بیا وروسته د پولیسو له خوا په لینز ښار کې نیول شوی دی.
تر اوسه پورې لا د پیښې په اړه نور جزئیات په لاس کې نه شته. د «oe24» خبري انترنتي پاڼې د پولیسو د یوه ویاند په حواله لیکلي دي چې پولیس خوښ دي چې بریدگر يې نيولی دی، ځکه چي «ځايي اوسیدونکي آرامه خوب وکړای شي».
برید کوونکي د افغانستان دی او تمه کیږي چې د پنجشنبې په ورځ به پولیس پوښتنې گروېږني ترې وکړي. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د برید تر شا اصلي انګیزه څه وه.
(m.j/n.z(dpa