1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې یوې غوا څرنگه پولیس ښه ډېر ځغلولي دي؟

۱۳۹۸ مهر ۳۰, سه‌شنبه

د آلمان په بایرن ايالت کې له کنتروله وتلې یوې غوا پړی شکولی، او سخته گډوډي يې پيښه کړې ده. کله چي د وضعیت د کنترول له پاره پولیس او ان هلیکوپتر مرستې ته راوغوښتل شول، غوا پوليس هم ښه ډیر وځغلول.

https://p.dw.com/p/3RgTe
Symbolbild aggressive Kuh
انځور: Imago Images/Nature Picture Library

د آلمان د بایرن ایالت په زند ام ماین ښار کې یوې غوسه شوې غوا پړي شکولی وو او یو ساعت له کنتروله وتلې وه.

د وضعیت د کنترول له پاره ځايي چارواکو د پولیسو او ان یوې انځور اخیستونکي هلیکوپتر مرسته وغوښتله. د دې سیمې ځايي رضاکاره اور وژونکي هم د مرستې له پاره رابلل شوي ول.

د شنبې په شپه وروسته له هغې چې د غوا څښتن ځايي چارواکو ته له خپل فارم څخه د غوا د تیښتې خبر ورکړ، تر کابو څلورو ساعتونو منډو او هڅو وروسته بلاخره ځايي چارواکي په دې وتوانیدل چې غوا بیرته قابو کړي.

د پولیسو مشر اندریاس وینکر په دې هکله د لیشا میډیا په نامه یوې ځايي رسنۍ ته وویل: «په لومړي سره کې ښايي ډیر جالب وي، خو دا زموږ ډیر خطرناک ماموریت وو.»

لومړی د غوا مالک ویلي ول چې دوې غواګانې يې له فارم څخه تښتیدلي دي، خو تر تیښتې څو شیبې وروسته یوه غوا بیرته ونیول شوه. د چارواکو په مرسته، تر څو شیبو پلټنو وروسته د بلې غوا موقعیت هم وموندل شو چې د یوه سوپرمارکیټ په خوا کې ولاړه وه.

غوسه شوې غوا خپل څښتن هم په لغته وهلي او د پولیسو موټر یې هم زیانمن کړی دی.
غوسه شوې غوا خپل څښتن هم په لغته وهلي او د پولیسو موټر یې هم زیانمن کړی دی. انځور: Getty Images/AFP/J. Thys

د موقعیت تر موندل کیدو او د نیول کیدو پرمهال غوا بیرته د ښار پر لوري مخه کړه. د تیښتې په دې موده کې غوا یو شمیر پټي، د میلې یو پارک او ځيني نورې سیمې زیانمنې کړي دي.

تر دې پیښې وروسته، پولیس اړ شول چې ځايي اوسیدونکو ته خبر ورکړي چې د غوا مخه پرانیستې پریږدي. د تیښتې پرمهال غوا پر خپله لار یو کوچنی موټر سایکل او د پولیسو یو موټر هم زیانمن کړی دی.

د غوا څښتن چې په خپله یو بزګر دی، د غوا د آرامولو د هڅې پرمهال هم د غوا له برید سره مخامخ شوی دی او د لغتې یو ګوزار یې خوړلی دی.د چارواکو په خبره د نوموړي وضعیت ښه دی.

وروسته له هغې چې د پولیسو یوې هلیکوپترې د غوا موقعیت پیدا کړ، غوا په یوه داسې سیمه کې بنده وه چې د تیښتې لار یې نه درلوده. پولیسو او د رضاکاره اور وژونکو ډلې د خپلو موټرو په واسطه د غوا مخه ډپ کړې چې بیا وروسته د بې هوښۍ په ډزو غوا تر کنترول لاندې راوستل شوې ده.

د آلمان د خبري آژانس په حواله، د غوا څښتن بیا وروسته د یکشنبې په ورځ غوا بیرته خپل فارم ته انتقال کړې ده.