1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

آلمان: د دریو ماشومانو د قتل په هڅه کې د عمري بند سزا

۱۳۹۸ آذر ۹, شنبه

په آلمان کې یوه پخوانۍ نرسه د دریو ماشومانو د وژنې د هڅې په جرم په عمري بند محکومه شوې ده. دغې نرسې د خپل مهارت د ارزونې په خاطر دریو تر وخت مخکې نویو زیږیدلو ماشومانو ته غیر ضروري پيچکارۍ کړې وې.

https://p.dw.com/p/3U1JE
Tunesien | Elf Babys in Klinik gestorben
انځور: Getty Images/AFP/F. Belaid

د رپوټونو په حواله محکمې یوې ۲۳ کلنې پخوانۍ نرسې ته د عمري بند سزا اورولې ده. دغې نرسې چې د روغتون د نویو زیږېدونکو ماشومانو په څانګه کې یې کار کاوه، په عمدي توګه نوو زیږېدلو ماشومانو ته بې هوښه کونکي او وژونکي دواوې تطبيق کړې وې او د هغوې ژوند یې په خطر کې اچولی وو.

د آلمان د ماربورګ ښار محکمې د نوموړې نرسې دا عمل د قتل اقدام بللی دی. په ظاهره کې هغې پخپل سر د دریو ماشومانو د علاج کولو هڅه کړې وه او د دې له پاره چې خپله پوهه او قابلیت ؤازمایې او دغه ماشومان په هوش راولي هغوي ته یي غیر ضروري پيچکارۍ کړې وې. څارنوالۍ ویلي دي چې دغې نرسې دا کار د توجه ترلاسه کولو په خاطر کړی وو.

دغې ښځې دا جرم په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې کړی وو، چې له ښه مرغه له دغو دریو ماشومانو څخه یو یي هم د دې درملو له امله نه وو مړ شوی. نرسې د جرم تر ثابتیدو سمدستي وروسته ورته ټاکل شوې سزا ومنله او پولیسو ته وسپارل شوه.

په همدې کال کې دې ته ورته یوه بله پيښه کې ۴۲ کلن نیلز هوګل، د دوه وارې عمري بند په سزا محکوم شوی وو. نیلز د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ د آلمان د شمال په دوو روغتونو کې ۸۵ ناورغان په غلطو پيچکاریو وژلي وو چې په همدې جرم ورته د دوه واري عمري بند سزا واورول شوه.

نوموړي نرس يا روغتياپال د مخدره موادو درلودونکي مهلک مواد د ناروغانو په بدن کې پيچکاري کړي وو. د نیلز هوګل د جرم طریقه له دې امله یو څه مختلفه وه چې هغه به په اوله کې په پټه د ناروغ بدن ته دغه وژونکي مواد پيچکاري کول او بیا به یي د دې له پاره چې ځان خلکو ته ډیر ښه ښکاره کړي د مریض د ژغورنې هڅه به یې کوله او هاخوا دیخوا منډې به یې وهلې.

دویچه ویله/ش.ن/ن.ص