په آلمان کې په قتل تورن افغان باید لا وختي اخراج شوی وای
۱۳۹۷ شهریور ۲۰, سهشنبهد زاکسن انهالت ایالت د کورنیو چارو وزیر هولګا شتال کنشت، د کوتن په ښار کې په قتل د تورن افغان په اړه وویل چې دغه ۲۰ کلن کس په محکمې کې دوسیه لرله چې له امله یې ابتدایې محکمې له آلمان څخه د ده له اخراج سره موافقه نه وه کړې.
د آلمان د عدلیې وزارت توضیح ورکړې چې په محکمې کې د دغه تورن افغان دوسیه د فزیکي شخړې او دوو نورو کوچنیو جرمونو په اړه وه. د اګست میاشتې په پای کې د دغه کس د اخراج په اړه یو وار بیا غوښتنه وشوه چې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په ۶مه نیټه) له دې کار سره موافقه کړې وه.
د زاکسن انهالت ایالت د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې ده چې د دغه کس اخراج په دومره لنډه موده کې ناممکن وو. د دساو- روسلاو، د سیمي لوی څارنوال هورست نوپنس، هم په دې اړه ویلی دي چې په دا ډول شرایطو کې باید څیړنه وشي چې آیا د تورن کس محکمه د هغه له اخراج څخه مهم وه او که نه.
د زړه د دریدو په پایله کې مړینه
تر اوسه پورې له ترسره شویو څیړنو څخه معلومه شوې ده چې د سپټمبر په اتمه د آلمان د زاکسن- انهالت ایالت په کوتن ښار کې د دوو افغانانو او یوه آلماني ترمنځ په فزیکي شخړه کې ۲۲ کلن آلماني خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په پیل کې اعلان شوه چې نومړي آلماني د مغزي خونریزي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی خو وروسته بیا د نوموړي ایالت د عدلیې وزیر انه ماري کدینګ، اعلان وکړ چې دغه آلماني ځوان د ړزه د دریدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د آلمان د عدلیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ دوو افغانانو چې یو یې ۱۸ او بل یې ۲۰ کاله عمرونه لرل د فزیکي شخړې په تور چې د مقابل لوري (د ۲۲ کلن آلماني) پر مړينې تمامه شوه په موقتي ډول بندیان شول. دغه دواړه افغانان د بی سرپسته مهاجر په توګه آلمان ته راغلي ول.