1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې يو جعلي ډاکتر په بند محکوم شوی

۱۳۹۸ بهمن ۱, سه‌شنبه

په آلمان کې هغه سړی چې ځان یې ډاکتر معرفي کړی وو او ښځې یې دې ته تشويقولی چې ځانونو ته برقي شاکونه ورکړي، په بند محکو شوی. څارنوالانو ويلي دي چې دې جعلي ډاکتر د ښځو څخه چې د برقي شاک له کبله یې درد گاله، جنسي لذت اخيست.

https://p.dw.com/p/3WY2I
München | Lebensgefährliche Stromschläge - Falscher Arzt vor Gericht
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د آلمان يوې محکمې د دوشنبې په ورځ يو ديرش کلنه سړی د قتل د هڅې له کبله مجرم وباله. دغه سړي د انترنت له لارې ځان ډاکتر معرفي کړی وو او په لسونه ښځې او نجونې يې دې ته تشويق کړي وې چې ځانونه ته برقي جټکې ورکړي چې دا د مرگ خطر لري.

د مونشن ښار سترې محکمې دغه کس د ۱۱ کلونو بند په سزا محکوم کړی دی. نوموړی د وژنې د هڅو د ۸۸ مواردو څخه په ۱۳ کې مجرم پيژندل شوی دی.

د محکمې له خوا ويل شوي چې دا تن به د بند خپله موده د رواني ناروغيو په يوه روغتون کې تیره کړي. څارنوالانو د نوموړي له پاره د ۱۴ کلونو بند غوښتنه کړې وه، خو مدافع وکيلانو یې د دوه کلن تعليقي بند غوښتنه کوله.

د قاضيانو د هيئت مشر توماس بوت وويل چې دا ډېره ځورونکي خبره ده چې د دواد گ. په نوم دې سړي ښځو او نجونو ته لارښوونه کوله چې اوسپنیز شيان خپل بدن ته نزدې کړي يعني دا چې ماغزه یې برقي کرنت وويني.

د سکایپ له لارې ننداره

د بايرن ايالت د ورڅبورگ د کمپیوتر ساينس پوه په انترنت کې ځان ډاکتر او پروفسر معرفي کړی وو او ويلې یې ول چې هغه د درد د درملنې په اړه څيړنه کوي. دغه جعلي ډاکتر به د مثال په توگه د سکايپ له لارې ځوانې ښځې او نجونې دې ته اماده کولې چې ځانه ته برقي شاکونه ورکړي. دې ښځو به کورني اوزارونه لکه فلزي قاشوقې کارولی او يا یې ځانونه په څوکيو کې تړل او يو بل تن به ورته کرنت ورکاوه.

دې سړي څو دغه ډول موارد ثبت کړي هم ول چې د محاکمې په جريان کې وښوول شول.

جنسي انگیزه

څارنوالانو استدال وکړ چې له دې کار څخه د دې سړي موخه «جنسي فتیشيسم» وو. جنسي فتیشيسم هغه رواني حالت دی چې يو ځانگړی حالت يا شی د جنسي پارونې باعث کيږي. د څارنوالانو په حواله دې سړي د ښځو له درد څخه جنسي خوند اخيست.

نوموړي کس په ځينو مواردو کې قربانيانو ته د ۲۰۰ او ۳۰۰۰ یورو ترمنځ پېسې ورکړي دي. له همدې کبله د ځينو قربانيانو مېندې او پلرونه په دې قضيه پوهه شول.

د دغه جعلي ډاکتر مدافع وکیلانو استدال وکړ چې دا سړی د «اسپیرگر سیندروم» په نوم د عصبي اختلال څخه کړيږي چې له دې کبله دې په دوه کلن تعليقي بند محکوم شي.