په آلمان کې له اوباما تود هرکلی
۱۳۹۸ فروردین ۱۷, شنبهاوباما د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اپريل ۵مه)، له غرمې وروسته د آلمان له صدراعظمې انګلا مرکل سره دوستانه ملاقات درلود. دواړو په برلين کې د صدراعظمې په دفتر کې د يونيم ساعت له پاره دوستانه مجلس درلود چې رسنيو پکې ګډون نه درلود.
ويل کيږي چې په دغې ناسته کې دواړو سياستوالو تر هر څه ډير په اوسني وخت کې د اروپايي اتحاديې او امريکا متحده ايالتونو تر منځ د مناسباتو پر سر خبرې درلودې. دغه مناسبات سپينې ماڼې ته د دونالد ترمپ تر راتلو وروسته تر ډيره بريده خراب شوي دي.
د «لومړی امريکا» سياست، چې د اوسني ولسمشر دونالد ترامپ له خوا اعلان شوی، ځينې وخت د نورو هيوادونو د ګټو د په پام کې نه نيولو په مفهوم تعبير کيږي.
د هغو اتو کلونو په منځ کې چې بارک اوباما د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر وو، د دغو دوو هيوادونو تر منځ باثباته ديپلوماتيکي اړيکې ټينګې شوې. په همدې دور کې د مرکل او اوباما تر منځ د اعتماد وړ ډاډمنه فضا هم رامنځ ته شوه.
اوباما د آلمان په کولن ښار کې د «نړيوالې رهبرۍ غونډه» کې راڅرګند او له ۱۴ زره ډیرو کسانو ته يې وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې د امريکا متحده ايالتونو پر اوسني سياست کوم چې چاپيريال ساتنې ته چندان پاملرنه نه کوي، نيوکه وکړه. هغه د دونالد ترمپ نوم وانه خيست، خو روښانه وه چې په دې برخه کې يې د نيوکو هدف څوک وو.
د دموکرات ګوند دغه ۵۷ کلن سياستوال د حقيقت اصل ته د ژمنتيا پر ضرورت ټينګار وکړ. هغه په دې اړه وويل: «دموکراسي ډول ډول عقايدو ته په درناوي سره تعريف کيږي، خو کله چې پر حقيقت سترګې پټيږي، هغه وخت بيا دموکراسي نور په عمل کې نه پلې کيږي.»
د امريکا پخوانی ولسمشر به نن شنبه په برلین کې له ټولې اروپا شاوخوا ۳۰۰ ځوانانو سره دوستانه ليدنه ولري.
دغه ځوانان به له اوباما څخه د مدني ټولنې په څير مسائلو اړوند پوښتنې وشي کړای او ترڅنګ به په اوسنۍ نړۍ کې يو بل ته د نژدې کيدو او د ځمکې د کرې د اوسېدونکو له پاره د تغذيې يا خوراکي موادو د برابرولو پر ستونزو خبرې وکړې. دی به په برلين کې د چاپيريال ساتنې د يو شمير اتحاديو له استازو سره هم وګوري.
بارک اوباما تر اوسه څو ځله د آلمان پلازمينې ته سفرونه لرلي دي. برلين ته د هغه وروستی سفر د ۲۰۱۷م کال په می مياشت کې وو چې په هغه کې يې د آلمان له صدراعظمې انګلا مرکل سره په يوه ګډه غونډه کې ګډون وکړ.
dw persian/م ک ص/ ص ن