1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې سوریايي مهاجرو د پاسپورتونو ستونزه

۱۳۹۷ آذر ۲۷, سه‌شنبه

آلمان د سوریې پر مهاجرو فشار راوړی څو د اسد رژیم ته وفادارو قونسلګریو ته په پیسو ورکولو سره د سفر رسمي اسناد ترلاسه کړي. د مهاجرو مدافعین انتقاد کوي او وايي چې په دې توګه د اسد ظالم رژیم له مالي اړخه تقویه کيږي.

https://p.dw.com/p/3AIIb
Syrischer Pass
انځور: picture alliance/dpa/M. Kappeler

له ۲۰۱۴م کال راهیسې آلمان ته د راغلو په سونو زرو سوریايي پناه غوښتونکو څخه ډیر یې د «دومې درجې محافظت» لري. پر نورو سربیره، د دغو مهاجرو ډيره برخه د بشار الاسد رژیم ته پر وفاداره سیاسي نمایندګیو یا قونسلګریو پورې متکي دي.

د آلمان د قانون په رڼا کې، د سیاسي پناه درلودونکي او یا په دې هیواد کې دې ته ورته سیاسي پناه غوښتونکي باید له آلماني چارواکو سره د پاسپورټ په ګډون د هويت اسنادو په برخه کې په دوامداره توګه همکاري وکړي. د دې ترڅنګ په آلمان کې میشت زیاتره سوریايي کډوال د بشپړ مهاجر پر ځای یوازې د دوهمې درجې محافظت ترلاسه کوي. بل لوري ته په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته د راغلو سوریايي کډوالو له ډلې څخه ۹۹ اعشاریه ۷ سلنه یې د بشپړ مهاجر په توګه منل شوي وو. دغه شمیر د تیرکال په ترڅ کې بیا ۳۸ اعشاره دوه سلنه ته راټیټ شوی او د دې پرځای د دوهمې درجې محافظت لرونکو سوریايي کډوالو فیصدي بیا ۶۱ ته لوړه شوې ده. د مهاجرو په برخه کې فعالان وايي چې دغه وضعیت د منلو نه دی.

د آلمان – سوریې د همکارۍ د ډلې له اتحادیې څخه ینس مارټین روده دویچه ویله ته وویل: «دا یوه افتزاح ده. په آلمان کې شاوخوا ۷۰۰ زره داسې کسان دي چې زیاترو یې د سوریې رژیم له ویرې دلته پناه راوړې ده. د ډيرو دلایلو له کلبه دوی دې ته اړ کول چې د سوریې له سفارتونو پاسپورتونه واخلي، د زغم وړ نه دي.»

روده وایې چې د دې دلایلو له ډلې څخه تر ټولو جدي یې دا دی چې د اسد حکومت ښايي د بې ځایه شویو کسانو له کورنیو څخه په سوریه کې غچ واخلي. د هغه په خبره په برلین کې د سوریې سفارت د سوریې له استخباراتي پولیسو سره نیږدې کار کوي.

Bildergalerie Jahresrückblick 2018
انځور: Reuters/B. Khabieh

عارف حمزه چې د فن په نامه یوې انترنیتي مجلې ته لیکنې کوي هم ورته نظر لري. هغه وايي: «د ټولو هغو سوریايي کډوالو له پاره چې په هکله یې د سوریې استخباراتي پولیسو معلومات نه لري او یا یې خپلوان په سوریه کې دي، سفارت ته تګ ډیر خطرناک کار دی.» هغه زیاتوي چې که چیري د دوی د استوګني ځای بربنډ شي، دوی په دې توګه په سوریه کې خپله ټوله کورنۍ د توقیف، ځوروني او یا د مرګ له خطر سره مخامخ کوي.»

د اسد رژیم له پاره د پیسو سرچینه؟

برلین ښار د مهاجرت د هر ډول حالت لرونکو ټولو سوریايي کډوالو څخه د پاسپورتونو برابرول مثتثنی ګرځولی وو، خو د روان کال په مې میاشت کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت په دغه کړنلاره کې بدلون راوست او له مخې یې اوس ټول سوریايي کډوال اړ دي چې د هویت د سند په توګه خپل پاسپورتونه آلماني ادارو ته وسپاري. د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر غوښتل چې دغه څه د آلمان په ټولو ۱۶ ایالتونو کې تطبیق شي.

په عین وخت کې د پاسپورت د ترلاسه کولو په بدل کې پیسې هم د سوریې د حکومت له پاره د پام وړ یو عاید دی. د آلمان له زرغون ګوند څخه د مهاجرت د چارو ویاندې لویزه امتسبرګ د آلمان د رسنیو له ډلې سره په یوه مرکه کې وویل چې په دغه مقدار پیسو سره د ترهګرۍ له یوه رژیم سره مالي مرستې کیږي. 

Türkei Grenze - Syrische Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

آغلې امتسبرګ له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل: «د روان کال له پیله، د سوريې د پاسپورت بيه هغه که د دوو کلونو یا شپږو کلونو له پاره وي، ۲۵۵ یوره دی. په اروپايي هیوادونو کې د پاسپورتونو فیس ته په کتو سره دغه خورا ډیرې پیسې دي.»

د آلمان – سوریې د همکارۍ د ډلې له اتحادیې څخه ینس مارټین روده په دې هکله وايي چې که چیري فکر وکړو چې په آلمان کې د ټولو مهاجرو شمیر۷۰۰ زره وي او له دې ډلې څخه ۴۰۰ زره یې د دوهمې درجې حفاظت ولري او دغه ۴۰۰ زره کسان په هرو دوو کلونو کې د پاسپورت د ترلاسه کولو له پاره ۲۵۵ یورو پیسې ورکړي، نو په دې توګه تاسې پوهیږي چې موږ د څه اندازې پیسو په هکله خبرې کوو.» د روده په خبره په آلمان کې د میشت زیاتو سوریايي کډوالو یوازینی عاید دولتي مرستي دي. نوموړی زیاتوي چې په دې توګه د آلماني مالیه ورکوونکو پیسې په مستقیمه توګه د بشارالاسد رژیم سفارتونه اخلي.